غزه

IQNA

بچوې
ایکنا- د غزې تړانګې د اوقافو او دیني چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ، د لړم په ۲۱مه، په یولړ ځانګړو مراسمو کې، چې د الجزایر د یوې ټولنې په ملاتړ ترسره شول، د قرآن کریم د زرو ښځینه او نارینه حافظانو درناوی وکړ.
د خبر لمبر: 3493622   خپرونې تاریخ : 2026/11/15

ایکنا- د ترکیې د بالیکسیر ښار د القدس جومات د قبةالصخره له معمارۍ څخه په الهام اخستو سره، د سرو زرو په رنګ ګنبد او اته‌ګوټیز جوړښت سره، یوازې د عبادت یو ځای نه دی، بلکې د اسلامي معمارۍ، دیني هویت او د بیت‌المقدس د کلتوري حافظې د تړاو یوه نښه هم ګڼل کېږي.
د خبر لمبر: 3493621   خپرونې تاریخ : 2026/11/15

ایکنا- د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) یوه مشر د فلسطین د سپېڅلو ځایونو د ساتنې لپاره د بېړني اقدام غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3493601   خپرونې تاریخ : 2026/11/10

ایکنا- د سختو بارانونو او تېزو بادونو له امله، چې  په غزې تړانګه کې یې ۷۰ زره خېمې له اوبو ډکې کړې، بې‌ځایه شوې فلسطیني کورنۍ یو ځل بیا له سرپناه پرته پاتې شوې دي.
د خبر لمبر: 3493598   خپرونې تاریخ : 2026/11/09

ایکنا- د «۲۰۲۵–۲۰۲۷ کلونو د انرژۍ د امنیت پلان» په چوکاټ کې د فلسطین په جوماتونو کې د لمریزې انرژۍ د سیسټمونو د نصب او کارولو پلان د پلي کېدو په حال کې دی.
د خبر لمبر: 3493546   خپرونې تاریخ : 2026/10/29

ایکنا - یوه تازه نظرپوښتنه ښئي چې د بنیامین نتانیاهو په مشرۍ ائتلاف به په راتلونکو ټاکنو کې د خپل سیال ائتلاف په پرتله لږې څوکۍ ترلاسه کړي.
د خبر لمبر: 3493527   خپرونې تاریخ : 2026/10/25

ایکنا- د «قدس حافظه»نومې  ټولګه د نولسمې پېړۍ له وروستیو څخه تر نن ورځې پورې د تاریخي انځورونو په  ټولولو سره د فلسطین د معمارۍ، ټولنیزو او کلتوري بدلونونو انځوریز روایت وړاندې کوي. دا هغه پروژه ده چې یوه اردني تاریخپوه د کابو د درو لسیزو څېړنو او مستندسازۍ پر بنسټ، د فلسطین د تاریخي میراث د ساتنې او راتلونکو نسلونو ته د لېږدولو په موخه پر مخ وړې ده.
د خبر لمبر: 3493512   خپرونې تاریخ : 2026/10/21

ایکنا – د هیګ نړیوالې محکمې د میانمار له خوا د روهینګیا مسلمان اقلیت سره د چلند په اړه د ګامبیا د شکایت په قضیې کې د یوې مهمې پرېکړې صادرولو ته نږدې شوې ده؛ دا پرېکړه کولای شي د غزې د جنګ په اړه د اسرائیلو پر ضد د سویلي افریقا د جلا قضیې لپاره مهمې حقوقي اغېزې ولري.
د خبر لمبر: 3493492   خپرونې تاریخ : 2026/10/18

ایکنا- د چین د بهرنیو چارو وزیر په آذربایجان  جمهوریت کې د اسرائیلي رژیم له  مشر سره په لیدنې کې په لوېدیځې غاړې  کې د صهیونیسټ میشته ښارګوټو  د جبري جوړولو د بهیر د درولو پر اړتیا ټینګار وکړ او څرګنده ئې کړه چې چین تل د فلسطین مسئله په دغې پېړۍ کې تر ټولو ستره تاریخي بې‌عدالتي ګڼي.
د خبر لمبر: 3493484   خپرونې تاریخ : 2026/10/17

ایکنا- ملایشیا د یوې نړیوالې شطرنجي سیالۍ د کوربه‌توب په درشل کې یو ځل بیا پر خپلې هغې تګلارې ټینګار کړی چې له مخې ئې  خپل هیواد ته د صهیونیسټي رژیم د ورزشکارانو د واریدیدا  نیسي. دغه تګلاره په تېرو کلونو کې په بېلابېلو ورزشي څانګو کې هم پلې شوې ده؛ له لامبو وهلو او کشتۍ چلولو څخه رانیولې تر سکواش پورې.
د خبر لمبر: 3493479   خپرونې تاریخ : 2026/10/15

ایکنا- د فلسطین د ملاتړ نړیوال ائتلاف په یوې اعلامیې کې د نړۍ په سلګونو سیمو کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو پر ضد د ولسي پاڅون او اعتراضونو خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3493449   خپرونې تاریخ : 2026/10/10

ایکنا- د لبنان حزب‌الله ولسی غورځنګ د الاقصی طوفان د عملیاتو د دریمې کلیزې په مناسبت په یوې اعلامیې کې د غزې د جنګ پرمختګونو ته په اشارې سره پر فلسطیني مقاومت د خپل ملاتړ پر دوام او د صهیونیستي رژیم د اقداماتو پر وړاندې پر درېدو ټینګار وکړ او دغه عملیات ئې د سیمې په بدلونونو  کې یو مهم پړاو وباله.
د خبر لمبر: 3493443   خپرونې تاریخ : 2026/10/08

ایکنا- د حسینی مقدس حرم مسئولانو وئيلي دي، د فلسطینيو ناروغانو د وړیا درملنې لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د خبر لمبر: 3493435   خپرونې تاریخ : 2026/10/06

ایکنا- د فلسطین د پوهنې او روزنې وزارت د اکتوبر د ۵ ، د ښوونکو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې اعلامیې کې ټینګار کړی چې په نیواکي  فلسطینيو ټاټوبو کې ښوونکي او د ښوونې او روزنې کارکوونکي د منظمې ټارګټ کیدا  په شرایطو کې د زده‌کړې د حق د ساتلو لپاره په   د بقاء په ریښتیني جنګ؛  بوخت دي.
د خبر لمبر: 3493428   خپرونې تاریخ : 2026/10/05

یو الجزایري قرآن‌پوه:
ایکنا-  د الجزایر  یو قرآن‌پوه باور لري چې مسجد الاقصی د نبوت د تاریخ د تړاو ځای او د واحد امت د عدالت‌غوښتنې چورلیز دی. د هغه په وینا،  د لمانځه ادا کول او له خدای سره خبرې کول  او  د جوماتونو په انګړونو کې د مؤمنانو ترمینځ خبرې اترې  د یوه تمدني واقعیت دوه اړخونه دي. د ایمان او سیاسي جغرافیې ترمنځ د اړیکې بیا تعریفول د الاقصی  جومات د ارمان لپاره نوی لیدلوری وړاندې کوي. له دې نظره، د مسلمانانو لومړنۍ قبله له جیوپولیټیکي مسئلو ورهاخوا د اسلامي تمدن د عدالت‌غوښتنې محور دی.
د خبر لمبر: 3493419   خپرونې تاریخ : 2026/10/04

ایکنا- د نیویارک ښاروال زهران ممداني ، د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د فلسطینیانو پر ضد د یوې بوږنونکې نسل‌وژنې معمار بللی او ټینګار یې کړی چې په غزه تړانګه کې د اوربند له خبرو سره سره نسل‌وژنه لا هم روانه ده.
د خبر لمبر: 3493418   خپرونې تاریخ : 2026/10/03

ایکنا-  د امریکا د مهاجرت دچارو قاضي د امنیتی ګواښ په پلمه د میلواکي مسلمانانو د رهبر  دو یستلو فرمان  صادر کړ.
د خبر لمبر: 3493414   خپرونې تاریخ : 2026/10/03

ایکنا- ترکیې پر مسجدالاقصی د صهیونیسټي  افراطي ډلو یرغل وغانده او دا ئې له  نړیوالو مقرراتو سرغړونه او د مسلمانانو د سپېڅلو ځایونو پر وړاندې پاروونکی اقدام وباله.
د خبر لمبر: 3493401   خپرونې تاریخ : 2026/09/29

د نیویارک ښاروال وویل چې په ملګرو ملتو کې د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر دروغ د هغه د نیولو د حکم حقیقت نه شي بدلولی.
د خبر لمبر: 3493382   خپرونې تاریخ : 2026/09/26

د غزې ماشومان د قرآن کریم د حفظ کیسه بیانوي
ایکنا- د خان‌یونس په مواصي  سیمې کې د قرآن کریم د حافظو ماشومانو درناوی یوازې د حفظ د بهیر  پای ته د رسېدو د لمانځنې مراسم نه وو؛ بلکې د ژوند د احساس د بېرته موندلو یوه شېبه وه؛ هغه ماشومان چې آیتونه ئې حفظ کړي وو، هغه والدین چې د هغوی هڅونه ئې کوله، او یو کوچنی خوب چې د خېمو په منځ کې بېرته راژوندی کېده.
د خبر لمبر: 3493370   خپرونې تاریخ : 2026/09/23