ایکنا – د اسلامی انقلاب معظم لارښود پرون د اسلامی نظام د مسئولانو، داسلامی هیوادونو د سفیرانو او نمایندګیو د مشرانو په ټول کې د سترو قدرتونو له کلنګ اخستو سره او له سرزروئ سره مقابله د اسلامی امت په وحدت او بصیرت کې وبلله او د درستو اسلامی حکومتونو په لور د ایران د اسلامی جمهوریت د ورورولۍ د لاس په اوږدولو باندې په ټينګار سره ووئیل؛ په فلسطین او لبنان کې د صهیونیسټ رژيم او دهغو د ملاتړ له بې مخینې جنایتونو سره د اغیزشیندونکي ډغرې لاره ، د اسلامی حکومتونو ، اتحاد، یوزړتوب او یوه خوله کیدا ده.
د خبر لمبر: 3490896 خپرونې تاریخ : 2025/04/01
ایکنا – د روژې دمبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې لمونځ د مجسد الحرام او مسجد جامع الازهر پشمول د نړۍ په مختلفو جوماتونو کې د الاقصی او غزې لپاره له دعاګانو سره یو ځای ؤ.
د خبر لمبر: 3490886 خپرونې تاریخ : 2025/03/30
ایکنا - په درست ایران کې د قدس دنړیوالې ورخې ولولناک او پرتمین لاریونونو دنړیوالو رسندویو توجه ځان ته جلب کړې ده.
د خبر لمبر: 3490881 خپرونې تاریخ : 2025/03/29
ایکنا – د تهران ولس نن د هیواد په څه دپاسه نهه سوه سیمو کې د ایران له نورو خلکو سره یو ځاي د قدس د نړیوالې ورځې په لاریون کې ګډون وکړ او په یوه چغه ئې دغه پيغام درستو نړیوالو ته ولیږدوو، چې هماغه شان ؛ له قدس سره پر خپلې ژمنې ولاړ یوو.:
د خبر لمبر: 3490876 خپرونې تاریخ : 2025/03/28
ایکنا د تیونس او مالی د ملی ټیمونو د لوبې په وخت کې یوه تیونس وال پلوي له صهونیسټي رژيم څخه د کارفور شرکت په ملاتړ د اعتراض په نښه ددغغه برنډ یو تبلیغاتي اشتهار وشلؤ.
د خبر لمبر: 3490871 خپرونې تاریخ : 2025/03/27
ایکنا – د اردن د پلازمینې امان په لسګونو زره خلکو پرون له جمعې لمانځه وروسته په غزې تړانګې کې د اسرائیلي جنایتکار رژيم د وحشیتوب دبیرته پيلیدا په محکومیّت کې سترې مظاهرې وکړې.
د خبر لمبر: 3490844 خپرونې تاریخ : 2025/03/22
ایکنا – شیخ الازهر شیخ احمد الطیب په یولړڅرګندونو کې روښانه کړې ده ، د فلسطین او غزې موضوع د مونږ لپاره یو عبرت او پند دی ،که حقیقی اسلامی وحدت او یووالی مو درلودلی ،نو هیڅکله به د پرله پسې د څه دپاسه شپاړسو میاشتو لپاره د بې ګناه عامو خلکو او ماشومانو د قتل عام پشمول د غزې د هیڅ یوې پیښئې د لیدو شاهدان نه وو او د له خپل ټاټوبی څخه د فلسطین د مظلومو خلکو د کوچولو د پلان آوریدونکي به نه وو.
د خبر لمبر: 3490677 خپرونې تاریخ : 2025/02/22
ایکنا - د اسلامی ایران ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان پرون مازدیګر د قطر له امیر سره په ګډ مطبوعاتی کنفرانس کې ووئيل، ددواړو هیوادونو د چارواکو دوامدارې کتنې ددواړو هیوادونو د تاریخي ،کلتوري او اقتصادي پیاوړو پيوندونو او د هغو نزدو لیدتوګو ښودنه کوي، چې د سیمه ایزو او نړیوالو مسئلو به باب ددواړو هیوادونو ترمینځ رابرسیره شوي دي.
د خبر لمبر: 3490669 خپرونې تاریخ : 2025/02/20
ایکنا – د امریکا د سټارباکس شرکت د مدیره پلاوي مشر ووئيل؛ دبایکاټ کمپاینونو دغه شرکت ته ډير زیات تاوانونه اړولي دي.
د خبر لمبر: 3490658 خپرونې تاریخ : 2025/02/18
ایکنا - د امریکا «فارن پالیسي» مجلې د بشري حقوقو او په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژيم د وحشیانه جنایتونو د توجیه کولو په زمینه کښې د امریکا دوه ګوڼه معیارونو ته په اشارې سره ډاګینه کړه،چې د بشریت په هکله د لویدیځو هیوادونو ادعاګانې د غزې په جنګ کښې نابودې شوې.
د خبر لمبر: 3490653 خپرونې تاریخ : 2025/02/17
ایکنا – د فلسطین د اسلامی مقاومتی غورځنګ حماس په یوې اعلامیې کې وئيل شوي دي، د دښمن د بندیانو د سپارلو په دستورو کې د خلکو پراخ شتون، د قدس اوالاقصی جومات د انځورونو سمبولیک موجودګي ،نیواکګرو او دهغوي ملاتړو ته نوی پيغام دی چې قدس او الاقصی سرې کرښې دي.
د خبر لمبر: 3490644 خپرونې تاریخ : 2025/02/16
ایکنا – د مصر د الازهر اسلامی مرکز په یوې اعلامیې کې له غزې تړانګې څخه د خلکو له ویستلو پرته د بیا رغونې او پخپل ټاتوبو کې د فلسطین د ملت د مقاومت د پياوړي کولو په باب د مصر او عربو هیوادونو د دریځ د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3490641 خپرونې تاریخ : 2025/02/15
ایکنا - د پاکستان د جماعت اسلامی ګوند پخوانی امیر سراج الحق ووئيل؛ایران په ترټولو سختو شرایطو کې د فلسطیني مقاومت تر څنګ ولاړ دی/ ځینو عربو هېوادونو په خیانت سره اسراییل پیاوړی کړ
د خبر لمبر: 3490642 خپرونې تاریخ : 2025/02/15
ایکنا – د ګارډين ورځپاڼې یوه شناندي په زغره وئیلي دي،د غزې د کنډوالې شوي سیمې دبیا رغونې د پیل په توه په غزې کې د عمری جومات او پرفوریس کلیسا یعني د نړۍ د میراث د دوو تاریخی ودانیو بیا رغرول ، د هغو جنایتونو لپاره یو مثالي اقدام دی چې ترسره شوي دي او ښئ چې نړۍ په یوې سیلناکې سیمې د غزې دبدلولو او د فلسطنیانو د کوچولو لپاره د ټرمپ پرورام ردوي.
د خبر لمبر: 3490616 خپرونې تاریخ : 2025/02/10
ایکنا – د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس مسئولانو د فلسطینی ملت د کوچولو په بابب د ډونالډټرمپ د څرګندونو په محکومیّت کې د نړیوالې ټولنې او هیوادونو څخه دغوښتې په ترڅ کې روښانه کړې ده ،نړیواله ټولنه باید د برخلیک د ټاکنې د حق او د نیواکګرۍ د ختمولو لپاره د فلسطینیانو د روا حقوقو ملاتړ وکړي.
د خبر لمبر: 3490597 خپرونې تاریخ : 2025/02/06
ایکنا – د افغانستان په پلازمینې کابل کې یو نوی تاسیس شوی جومات د فلسطین له خلکو سره په پیوستون کې په ؛غزې؛ جومات ونومول شو.
د خبر لمبر: 3490535 خپرونې تاریخ : 2025/01/27
ایکنا - د پاکستان په راولپنډۍ ښار کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتورخونې له خوا «د اسلامي ټولنې په راویښولو کښې د حضرت زینب (سلامالله علیها) رول او په اسلامي تمدن کښې د ښځو رول» په موضوع سره یوه غونډه ترسره شوه. د
د خبر لمبر: 3490501 خپرونې تاریخ : 2025/01/20
ایکنا – اسرائيلو نن دوشنبې سهار وختي ، بلاخره قصدا د فلسطینیو بندیانو د خوشي کیدا په بهیر کې له ځنډ وروسته، د بندیانو د مبادلې د موافقې په اساس ( د یوه بندی په مقابل کې ۳۰بندیان) نوي فلسطینی بندیان خوشي کړل.
د خبر لمبر: 3490500 خپرونې تاریخ : 2025/01/20
ایکنا – د غزې تړانګې په خونړي جنګ کې د فلسطینیانو له۴۷۱ ورځو ستایونکی مقاومت او استقامت وروسته بلاخره پرون سهار اته نیمې بجې په غزې تړانګې کې د فلسطین دمقاومت او صهیونیسټي رژیم ترمینځ د نوي اوربند لومنۍ مرحله اجرائي شوه.
د خبر لمبر: 3490498 خپرونې تاریخ : 2025/01/20
معظم رهبر؛
ایکنا – د اسلامی انقلاب معظم لارښود په غزې کې د اور بند په اعلان پسې وفرمائيل؛ دغزې د خلکو صبر او د فلسطینی مقاومت کلک استقامت او دریدا وحشي صهیونیسټي رژیم شاتګ ته اړ کړ.
د خبر لمبر: 3490478 خپرونې تاریخ : 2025/01/16