ایکنا - د صهیونیسټي رژيم پوهنتونونه د وسلو د جوړولو له شرکتونو سره نږدې اړیکې لري. په دې پوهنتونونو کې هغه ټکنالوژي پراختیا مومي چې پر فلسطینیانو باندې په ساحه کې ازمویل کیږي او بیا په نړیواله کچه پلورل کیږي.
د خبر لمبر: 3491573 خپرونې تاریخ : 2025/08/20
ایکنا - د غزې د عالمانو ټولنې په يوه اعلاميې کې خبرداری ورکړی چې د خاورې پرېښودل له خاورې او د شهيدانو له وينې سره خيانت دی او په وطن کې پاتې کېدل له شهيدانو سره يو تړون دی او د صبر کوونکو لپاره د ا.... تعالی د بري ژمنه ده.
د خبر لمبر: 3491564 خپرونې تاریخ : 2025/08/18
د یمن د انصارالله غورځنګ مشر عبدالملک الحوثي پخپلې اونیزې په وینا کې پر غزې د اسرائیلو د بریدونه، چې د امریکا په بشپړ ملاتړ سره ترسره کیږي، په کلکه غندلي ، او د ښځو، ماشومانو او کډوالو پر وړاندې د انساني جنایاتو د دوام او د قربانیانو د زیاتیدا خبر ئې ورکړ.
د خبر لمبر: 3491539 خپرونې تاریخ : 2025/08/15
ایکنا -د امريکائي افکارو په یوه نوې سروې کې څرګنده شوې چې ۶۰ فیصده امريکايان د اسرائيلو لهخوا پر غزې د جګړې له دوام سره مخالفت لري.
د خبر لمبر: 3491490 خپرونې تاریخ : 2025/08/02
ایکنا - په غزې تړانګې کې د انساني ناورینونو په غبرګون کې؛ د ایران د اسلامی جمهوریت قاریانو د مصر قاریانو ته یو پرانیستی لیک لیږلی او خپله خواخوږي او غمرازی ئې ښکاره کړې ده
د خبر لمبر: 3491480 خپرونې تاریخ : 2025/07/31
ایکنا – د مسلمانانو عالمانو د نړیوالې اتحادئې مشر او عمومي منشي، د فلسطین له ولس سره د الازهر د ملاتړ ستاینه وکړه او له دې دیني مرکز څخه ئې وغوښتل چې د فلسطین د ملاتړ په اړه صریح شرعي فتوا صادره کړي.
د خبر لمبر: 3491467 خپرونې تاریخ : 2025/07/28
شیخ نعیم قاسم:
ایکنا - د لبنان د حزبالله غورځنګ عمومي منشي، شیخ نعیم قاسم، په یوې بیانیې کې عربي او اسلامي هېوادونو ته سپارښتنه وکړه چې له صهیونیستي رژیم سره د اړیکو عادي کول دې ودروي او د غزې له فلسطیني ملت څخه ملاتړ وکړي.
د خبر لمبر: 3491439 خپرونې تاریخ : 2025/07/23
د نړیوالې اتحادئې عالمان:
ایکنا -د نړیوالې اتحادئې د علماؤ مشر، شیخ علی محییالدین قرهداغي، د یکشنبې په ورځې (چنګاښ۲۹) په یوې بیانیې کې وویل:د غزې د ماشومانو، ښځو او بوډاګانو وینه زمونږ پر غاړه ده.
د خبر لمبر: 3491438 خپرونې تاریخ : 2025/07/23
ایکنا - د نړئ د کاتولیکانو رهبر او د واتیکان پاپ لیو څوارلسم،د اسرائیلو له خوا په غزې کې د یوازینۍ کاتولیک کلیسا د بمبارۍ په اړه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه او د «جګړې د وحشت پای ته د رسولو غوښتنه ئې وکړه.
د خبر لمبر: 3491431 خپرونې تاریخ : 2025/07/21
د ملایشا استاد په ایکنا ویبنار کې:
ایکنا - د ملایشیا نړیوال اسلامي پوهنتون د سیاسي علومو استاد وویل: وروستئ جګړې د اسرائیلو زیانمنتیاوې لکه د دغه رژیم د هوايي دفاع کمزوري، د هغوی محدودیتونه او د لوېدیځ په ملاتړ د هغوی زیاته تکیه او همدارنګه د صهیونیسټانو نفسیاتي کمزوري په ډاګه کړه.
د خبر لمبر: 3491430 خپرونې تاریخ : 2025/07/21
د نړیوالې اتحادیې د علماوو غوښتنه
ایکنا - د مسلمانانو نړیوالې اتحادیې په یوې سختې لهجې بیانیې کې د سورئې پر ضد د اسراییلي رژیم د وروستي برید غندنه وکړه او د اسلامي نړۍ یو موټی غبرګون ئې وغوښت.
د خبر لمبر: 3491418 خپرونې تاریخ : 2025/07/19
ایکنا – د فلسطین یو قاری او داسلامی مداحیو او سرودونو غږونکی علاء عزام سره دخپلې کورنئ د غزې ښار په تل الهوا سیمې کې د هغه په کور د صهیونیسټي رژيم په هوائي حملې کې شهید شو.
د خبر لمبر: 3491411 خپرونې تاریخ : 2025/07/16
ایکنا - د فلسطین قاضيالقضات په مصر کې د الازهر له شیخ سره په کتنه کې وویل: د فلسطین ملت الازهر د خپلو حقوقو د دفاع او ملاتړ لپاره بېقیدوشرطه ملاتړی ګڼي .
د خبر لمبر: 3491391 خپرونې تاریخ : 2025/07/12
حمد تقي میرزاجاني
ایکنا -د قرآن عالي شورا د تعليم، څېړنې او اړيکو د چارو مرستيال د «سوي فتح» یعني د فتح په لور په عنوان سره د ۱۱۴ قرآني عمومي محفلومږ د ترسره کېدو په اړه، چې د اقتدار د شهيدانو په وياړ جوړېږي، د تهران ښار د دغه قرآني محفل جزئيات تشريح کړل.
د خبر لمبر: 3491387 خپرونې تاریخ : 2025/07/10
ایکنا - د عمان لوی مفتي شیخ احمد بن حمد الخلیلي د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ځینو هېوادونو له خوا له صهیونیستي رژیم سره د اړیکو د عادي کولو بهیر په کلکه وغانده او دا ئې د منطق، اخلاقو او اسلامي اصولو خلاف عمل وباله.
د خبر لمبر: 3491369 خپرونې تاریخ : 2025/07/07
ایکنا - د اسرائیلونیواکګر پوځ د غزې په شمال لویدیځ کې اعلامیې ویشلې، چې پکې قرآني آیات شامل دي او د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه د طوفان الاقصی پوځي عملیات ئې د حضرت نوح (ع) له طوفان سره تړلي دي.
د خبر لمبر: 3491336 خپرونې تاریخ : 2025/06/30
ایکنا - د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند د فلسطین په نیواکي ټاتوبو کې په بئرالسبع سیمې کې پر یو حساس هدف باندې د بالستیک توغندي د برید خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3491333 خپرونې تاریخ : 2025/06/29
ایکنا - د شنبې په ورځ، د ۱۴۰۴ کال د سرطان ۷ ، بهرنیو سیمه ایزو اونړیوالو رسنیو د ایران د اسلامي جمهوریت پر خاورې باندې د صهیونیستي رژیم د وروستي تېري د شهيدانو د جنازو دستورې په ژوندۍ بڼه خپارې کړې.
د خبر لمبر: 3491332 خپرونې تاریخ : 2025/06/29
ایکنا - د یمن انصارالله غورځنګ په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ: د یمن د وسلهوالو ځواکونو توغندوي یونټ په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د فلسطین ۲ هایپرسونیک توغندیو په کارولو سره په بیلابیلو وختونو کې د نیواکي ټاټوبو په یافا په سیمې کې د صهیونیسټي دښمن حساس ټارګټونه په شیشت کې راوستل.
د خبر لمبر: 3491281 خپرونې تاریخ : 2025/06/16
ایکنا - د کاتولیک نړۍ مشر پاپ «لیون څوارلسم» د ایران او صهیونیستي رژیم ترمینځ د پوځي ټکر په غبرګون کې د عقلانیت غوښتنه وکړه او د خبرو اترو او سولې د ټینګښت لپاره ئې د هڅو غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3491273 خپرونې تاریخ : 2025/06/15