IQNA

د قربانۍ اختر؛ له ابراهیمي سنته رانیولې څخه د اوسنیو مسلمانانو تردستورو پورې

11:28 - May 28, 2026
د خبر لمبر: 3492832
ایکنا- د قربانۍ لوي نیکمرغه اختر د اسلامي نړۍ یو ترټولو لوي اختر دی، چې د ایمان، تسلیمۍ او قربانۍ هغه تاریخي کیسه راژوندۍ کوي چې حضرت ابراهیم(ع) پکې د الهي ازموینې پر مهال د بندګۍ او اطاعت ستره بېلګه وګرځېد. دغه پېښه تر نن ورځې پورې د حج په مناسکو او د مسلمانانو په فرهنګ کې د معنویت او ټولنیز یووالي  له روحیې د ډک اختر په توګه لمانځل کېږي.

د ایکنا د راپور له مخې، په اسلام کې د حج مناسک د عبادي او سمبولیکو اعمالو یوه ټولګه ده چې هر یو ئې تاریخي ریښه او ژوره معنا لري. د دغو مناسکو په مینځ کې «مِنا» او قرباني ځانګړی ځای لري. منا  نه یوازې د حج له مهمو تمځایونو څخه دی، بلکې په اسلامي دود کې د عرفات له وقوف وروسته د مهمو اعمالو د ترسره کېدو ځای هم ګڼل کېږي.

همدارنګه قرباني د حج له سترو شعایرو څخه ده چې د حضرت ابراهیم(ع) او حضرت اسماعیل(ع) د کیسې او د الهي فرمان پر وړاندې د تسلیمۍ مفهوم راپه زړه کوي. د منا او قربانۍ د تاریخ څېړنه مونږ د لرغونو عربي دودونو، د اسلام له راتګ وروسته د مناسکو له بدلون، او د دې عمل له دیني او ټولنیز مفهوم سره اشنا کوي.

عید قربان؛ از روایت حضرت ابراهیم(ع) تا آیین امروز مسلمانان

د عربستان په تاریخ کې منا

د «صحیفة مکې» د راپور له مخې، منا مکې ته نږدې سیمه ده چې له پخوا راهیسې د حج په موسم کې ځانګړی اهمیت لري. د جاهلیت په زمانې کې، د اسلام له ظهوره وړاندې، عربان د ځینو موسمي مراسمو د ترسره کولو لپاره د مکې شاوخوا سیمو ته  تلل او منا هم له همدغو مشهورو تمځایونو څخه وه. خو په هغه وخت کې د عربو دیني اعمال له قبیلوي باورونو، بت‌پرستۍ او سیمه‌ییزو دودونو سره ګډ شوي وو.

د اسلام په ظهور سره، منا د حج په نوي اسلامي جوړښت کې رسمي ځای وموند. په اسلامي متنونو کې منا د جمراتو د ویشتلو، د هڅونې  په شپو ورځو کې د حاجیانو د تم کېدو او د قربانۍ د ترسره کولو ځای بلل شوې ده. له همدې امله، دغه سیمه له یوه موسمي او دودیز ځای څخه په بشپړ ډول د اسلامي عبادت په یوې ټاکلې برخې  بدله شوه.

عید قربان؛ از روایت حضرت ابراهیم(ع) تا آیین امروز مسلمانان

قرباني له اسلامه په مخکې دودونو کې

له اسلام وړاندې د حیواناتو ذبح کول او قرباني ورکول د عربو قومونو ترمینځ یو پېژندل شوی عمل و. دغه قربانۍ اکثره د خدایانو او بُتانو د خوښولو، نذر او نیاز، او قبیلوي او موسمي مراسمو لپاره ترسره کېدې.

په اسلام کې قرباني او له حضرت ابراهیم(ع) سره ئې تړاو

په اسلام کې قرباني د حضرت ابراهیم(ع) له کیسې سره ژوره اړیکه لري. د قرآني روایت له مخې، حضرت ابراهیم(ع) ته امر وشو چې خپل زوی قرباني کړي، خو د ازموینې په وروستۍ شېبه کې خداي  تعالی د هغه قرباني قبوله کړه او پر ځای ئې یوه ستره قرباني ورکړه. همدا کیسه په حج کې د قربانۍ معنوي بنسټ جوړوي.

له همدې امله، په اسلام کې قرباني یوازې د یوه حیوان حلالول نه دي؛ بلکې دا د  خداي د فرمان اطاعت، له نفساني غوښتنو څخه خلاصون، ایثار او تسلیمي، ټولنیز یووالی او د اړمنو خلکو پالنې نښه ده

له اسلام وروسته د حج په مناسکو کې د منا ځای

عید قربان؛ از روایت حضرت ابراهیم(ع) تا آیین امروز مسلمانان

حاجیان د عرفات او مشعر له وقوف وروسته منا ته ځي. هلته د جمراتو ویشتل ترسره کېږي، قرباني کېږي، او حاجیان د تشریق د شپو ورځو یوه برخه همدلته تېروي.

له دې نظره، په منا کې قرباني د ابراهیمي سنت د وفادارۍ نښه ده، له شرک څخه توحید ته د بدلون یادونه کوي، او په عبادت او د اړمنو خلکو په اطعام کې د ګډ ګډون وسیله ګڼل کېږي.

 د قربانۍ اختر چې هر کال د ذی‌الحجې په لسمه نېټه لمانځل کېږي، د هغې کیسې ریښه لري چې په الهي دینونو کې د ایمان د ازموینې له مهمو صحنو څخه ګڼل کېږي.

عید قربان؛ از روایت حضرت ابراهیم(ع) تا آیین امروز مسلمانان

په اسلامي ښوونو کې،  د قربانۍ اختر د مکې په سپېڅلې خاورې کې د حج د مناسکو له اوج سره هم‌مهاله لمانځل کېږي او د نړۍ د مسلمانانو لپاره د خداي  تعالی ته د نږدېوالي، له اړمنو سره د مرستې او د ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا ځانګړې ورځ ده.

د څارويو قرباني کول، د اختر لمونځ، کورنۍ لیدنې کتنې، او د بېوځلو او اړمنو خلکو پالنه د دې مبارکې ورځې له مهمو ځانګړنو څخه شمېرل کېږي.

عید قربان؛ از روایت حضرت ابراهیم(ع) تا آیین امروز مسلمانان

عید قربان؛ از روایت حضرت ابراهیم(ع) تا آیین امروز مسلمانان

عید قربان؛ از روایت حضرت ابراهیم(ع) تا آیین امروز مسلمانان

https://iqna.ir/fa/news/4354685

captcha