IQNA

د جدې په هوايي ډګر کې حاجيانو ته درې لکه اویا زرو زيات قرآنونه ډالۍ شول

16:13 - June 17, 2026
د خبر لمبر: 3492924
ایکنا- د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت اعلان کړی چې د روان حج په موسم کې ئې حاجيانو ته درې لکه   ۷۴ زره او ۶۶۰ د قرآن کريم نسخې ډالۍ کړې دي.

  ايکنا  د «النهار» خبری سایټ له قوله راپور راکړی، د مکې مکرمې سيمې د اسلامي چارو وزارت څانګې د جده د ملک عبدالعزيز نړيوال هوايي ډګر له لارې، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د ذي‌الحجې له ۱۲ څخه تر ۲۳  نېټې پورې، هغو حاجيانو ته چې له سعودي عربستان څخه خپلو هېوادونو ته ستنېدل، ۳۷۴ زره او ۶۶۰   قرآني کريم نسخې ډالۍ کړې دي.

ددغه وزارت  په اعلامیې کې راغلي دي،په دغو ډاليو کې د مدينې منورې د ملک فهد د قرآن کريم د چاپ مجمعې چاپ شوي قرآنونه په بېلابېلو اندازو کې شامل وو، او همدارنګه د قرآن کريم د معناوو ژباړې په څه باندې ۸۰ نړيوالو ژبو کې هم ورسره وې.

دا چاره حاجيانو ته فرصت برابروي چې د خداي  تعالی له کتاب څخه ګټه واخلي او د خپلې ژبې له لارې د قرآن په معناوو او مفاهيمو کې ژور فکر وکړي.

دا ډالۍ د سعودي عربستان له لورې د بيت الله الحرام د مېلمنو د درناوي، اسلام او مسلمانانو ته د خدمت او د خداي تعالی د کتاب د خپرولو د هڅو يوه برخه ده. همدارنګه دا د هغو پراخو او منسجمو خدمتونو څرګندونه کوي چې حاجيانو ته د سعودي عربستان ته د واریدیدا له پيله بيا تر خپل هېواد ته د ستنېدو پورې وړاندې کېږي.

https://iqna.ir/fa/news/4358414

captcha