IQNA

د خدای د کور خانه کعبې نوې پرده ولګول شوه

15:13 - June 18, 2026
د خبر لمبر: 3492929
ایکنا- په سعودي عربستان کې د محرم الحرام د لومړۍ ورځې او د ۱۴۴۸ هجري قمري کال  له  پیل سره سم، د بیت الله الحرام پرده بدله او نوې پرده پرې وځړول شوه.

یکنانیوز د «العین» له قوله راپور  راکړ، د کعبې شریفې د پَردې د بدلون مراسم تېره شپه د سعودي چارواکو او زیارت کوونکو په شتون  کې د محرم د لومړۍ شپې په مناسبت ترسره شول. په دې مراسمو کې پخوانۍ پرده لیرې او نوې پرده د کعبې پر دېوالونو نصب شوه.

په پخوانیو کلونو کې به د کعبې پرده د حج په موسم کې، په ځانګړې توګه د ذوالحجې د نهمې ورځې په سهار، وروسته له هغه بدلېدله چې حاجیان عرفات غره ته تلل، څو د سبا ورځې د سهار لمونځ کوونکو لپاره، چې د لوي اختر له ورځې سره برابر وي، چمتو شي.

خو څلور کاله وړاندې د سعودي عربستان د حرمینو شریفینو عمومي ادارې اعلان وکړ چې دغه دود به بدل شي او له دې وروسته به د پردې د بدلون کلني مراسم د محرم الحرام د لومړۍ ورځې په درشل کې ترسره کېږي.

https://iqna.ir/fa/news/4358691

captcha