IQNA

د ۱۴۰۵ کال د حسینی اربعین د قرآني کاروان د نوم‌لیکنې موده وغځول شوه

6:41 - June 29, 2026
د خبر لمبر: 3492969
د کاروان نور نوم لیکنه او حسینی اربعین
ایکنا- د حسینی اربعین د فرهنګي کمیشن د قرآني فعالیتونو د کمېټې د قرآني شورا غونډه  پرون ترسره شوه. د شورا غړو د حسینی اربعین د موسم د وروستیو قرآني پروګرامونو ارزونه وکړه او د ګډون کوونکو ادارو ترمینځ د همغږۍ او همکارۍ د پیاوړتیا په اړه ئې نظرونه سره تبادله کړل.

د ایکنا د راپور له مخې، د اربعین د فرهنګي کمیشن  د قرآني فعالیتونو د کمېټې د قرآني شورا غونډه د چنګاښ په شپږمه، د شنبې په ورځ، د قرآن  د عالي شورا په کوربه‌توب ترسره شوه.

د دغې غونډې تر ټولو مهمه پرېکړه دا وه چې د «د ۱۴۰۵اربعین د نور کاروان » د غړو د نوم‌لیکنې موده د چنګاښ تر نهمې، یعنې د سې‌شنبې تر ورځې وغځول شوه.

له همدې امله، مینه‌وال کولای شي د نوم‌لیکنې له ځانګړي لینک څخه په استفادې د دغه کاروان غړیتوب ترلاسه کړي.

په دې غونډه کې د اربعین د قرآني فعالیتونو په برخي کې د فعالو ادارو استازو د راتلونکي موسم لپاره خپل پروګرامونه تشریح کړل.

همدارنګه، د موازي فعالیتونو د مخنیوي او د بېلابېلو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ او ګډ کار د پیاوړتیا په موخه اړینې پرېکړې وشوې.

د شورا د پرېکړو له مخې، ټاکل شوې چې سږ کال به د نجف اشرف، کربلای معلی او د اربعین د پلي تګ په مسیر کې د قرآني فعالانو لپاره یو ثابت قرآني مرکز او موکب جوړ شي.

د دغو موکبونو اړوند نور معلومات او د ځای پر ځای کېدو بشپړ جزئیات به په راتلونکو غونډو کې نهائي  او وروسته به اعلان شي.

همدارنګه پرېکړه وشوه چې د دغو ثابتو موکبونو پروګرامونه به په ملي رسنیو او په مجازي فضا کې د فعالو رسنیو له لارې په پراخه کچه خپرېږي.

په دغو موکبونو کې چې کوم قرآني پروګرامونه د قاریانو، حافظانو او نورو قرآني فعالانو له خوا ترسره کېږي، په ځانګړې توګه به د قرآن راډیو، د قرآن ټيلویژني  چینل او د ملي رسانئ د نورو  چینلونو له لارې، په ځانګړي ډول د اذانونو پر مهال، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

پر دې سربېره ، د قرآني پروګرامونو تولید به هم د همدغو  رسنیو پر غاړه وي.

د غونډې د بحثونو له مخې، د سږ کال د اربعین د قرآني فعالیتونو اصلي چورلیز به د «له آیتونو سره ژوند» پلان، د دې طرحې ټاکل شوي آیتونه او د فتح مبارکه سوره وي.

له همدې امله، د قرآن د تلاوت، حفظ، ښوونې او د قرآني مفاهیمو د تبیین ټول پروګرامونه چې د قاریانو، حافظانو، مبلغینو او ویناوالو له خوا ترسره کېږي، د همدې آیتونو پر بنسټ به پلان  او عملي شي.

په دې غونډه کې ټینګار وشو چې د سږ کال د اربعین د پروګرامونو یوه مهمه برخه به د ښځو قرآني فعالیتونو ته ځانګړې شي.

په همدې لړ کې به د ایران اسلامي جمهوریت څخه د ښځینه قاریانو او د مداحۍډلې عراق ته واستول شي، څو د ښځو ځانګړو موکبونو کې قرآني پروګرامونه ترسره کړي او د دغو فعالیتونو د تنظیم او پوښښ مسؤلیت پر غاړه ولري.

https://iqna.ir/fa/news/4360700/

captcha