ایکنانیوز د رهبرس د ویب پاڼې له قوله راپورراکړ،د اسلامی انقلاب معظم لارښود او د مسلمینو ولی امر حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د بیت الله الحرام د حاجیانو په نامې پخپل ولولناک او معنوي پیغام کې چې د عرفې ددعا لوستلو په وخت دنړۍ حاجیانو ته ولولستل شو وفرمائيل؛ حج له معمولي ژوند څخه توحیدي ژوند ته د هجرت مشق دی او د حج دستورې د توحیدي ژوند نمونې په خپل ځان کې راټولې کړي او حاجیانو ته بلنه ورکوي چې دا درسونه واوري، زده کړي او عملي کړي. دوی د غزې د انساني غمیزې د دوام مخه نیسي او پر متحده الاتو دفاؤ واچوي، چې د صهیونیستي رژیم اصلي ملاتړې دي،څو خپل ملاتړ او مرستې ورباندې بندې کړي.
د غزې د خلکو حیرانونکي مقاومت د فلسطین قضیه د اسلامي نړۍ او ټولو ازادو خلکو د پاملرنې په سر کې راوستې ده. علما، روښانفکران او ټولنیز مشران باید ملتونه د فلسطین په اړه حساس او فعاله کړي، او حاجیان باید د صهیونیستي ظالمانو او د دوی د ملاتړو پر وړاندې د بریا دعا وکړي.
د ولی امر مسلمین له خوا د بیت الله الحرام د حاجیانو په نامې د پیغام د منتن بشپړپښتو ژباړه ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.
بسمالله الرحمن الرحیم
و الحمدلله ربّ العالمین و الصّلاة و السّلام علی خیر خلقالله محمّدٍ المصطفی و آله الطّیّبین و صحبه المنتجبین و من تبعهم باحسان الی یومالدّین.
حج د مؤمنانو آرمان، د لیوالو اختر او د نیکمرغو خلکو معنوی او روحاني رزق دی. که دا له معرفت سره د هغه له رازدارې ژورتیا سره یو ځاي وي، نو د اسلامي امت بلکې ټولې بشري نړۍ د ستونزو علاج دی. حج دنورو سفرونو په څیر کوم سفر نه دی چې د تجارت یا سیّل یا دنورو ډول ډول مخو لپاره ترسره شي، او احیانا له دې سره سم له معمولي ژونده توحیدي ژوند ته د هجرت مشق دی. غوره ژوند ،توحیدي ژوند هغه دی چې تل د حق پر چورلیز طواف، د سختو او لوړو څوکو په مینځ کې هڅه، د شیطان پر وړاندې مبارزه، په ذکر او دعا سره وقوف، د بې وځله او مسافر اطعام، د رنګ، نسل او ژبې له توپیر پرته د انسانانو یو شان لیدل او د خدمت لپاره چمتووالی خدای ته د پناه وړل او د حق د بیرغ ځوړولو دفاع ، اصلی او همیشني اجزا دی. د حج دستورو د دغه ژوند بیلګه مثالونه لري او حاجي له هغوسره بلدتیا ته بولي.
ادغه بلنه باید واوریدل شي، د زړه او ظاهري سترګې باید پرانیستل شي، باید زړه کړل شي او ددغو درسنو دیادونې لپاره خپل هوډ کلک وساتل شي،هر څوک د خپل توان ترحده په دغې لارې کې ګام پورته کړي ، او عالمان روښان فکره کسان او د سیاسی څوکۍ لرونکي او ټولنیز ځائيګی لرونکي باید له نورو زیات ویښ او بیدار شي او پخپلو دندو عمل وکړي.ا
وس اسلامي نړۍ د دغو درسونو د پلي کولو لپاره تر بل هر وخت زیاته اړتیا لري. دا دویم حج دی چې د غزې له غمیزو سره هممهاله کیږی. وحشي صهیونیستي رژیم د غزې فاجعه د نه باور وړ کچې ته رسولې ده. ماشومان د بمونو ترڅنګ د تندې او لوږې له امله وژل کیږي. د کورنیو غم ورځ تر بلې زیاتیږي. څوک باید د دغې غمیزې پر وړاندې ودریږي؟
بې شکه اسلامي حکومتونه د دغې دندې لومړني مخاطبان دي او ملتونه په دغو دندود د حکومتونو دعمل کولو غوښتونکي دي. دوي یعني مسلمان حکومتونه شاید د سیاسی نظرونو اختلاف ولري ،خو باید دا چاره دې دوي په اوسنۍ نړۍ کې د ترټولو مظلومې انساني ټولنې څخه په دفاع او د غزې د مظلومو او ویریدلو ماشومانواو ښځو د بې وسۍ په غمیزې کې له ملګرتیا او همپالنې ونه غړوي. مسلمان حکومتونه باید د صهیونیستي رژیم د مرستو ټولې لارې بندې کړي او د غزې د غمیزې او جنایتونو مخه ونیسي. متحده ایالات د دغو جنایاتو چورلټ او پریکنده شریک دي، او په دغې سیمې او نورو اسلامی سیمو کې له امریکا سره اړونده هیوادونه باید امریکا دې ته اړ کړي چې دا ظالمانه ملاتړ بند کړي. د برائت او کرکې دغه دستورې په دې لارې کې یو لوي ګام دی
د غزې معجزناک مقاومت د فلسطین قضیه د اسلامی نړس او د نړۍ د ټولو پتمنو دتوجهاتو په سر کې راوستې ده. له دې فرصت څخه باید ګټه واخیستل شي.ددغه مظلوم ملت مرستې او ملګرتیا ته باید ودنګل شي. د فلسطین د نامې او د دغې موضوع د یاد دهیرولو لپاره د مستکبرانو او اود صهیونیسټي رژیم د ملاتړو له هڅو سره سره د صهیونیستي رژیم احمقانه سیاست او ددغه وحشی رژیم د مشرانو شریر او جنایتکار ذات داسې وضعیّت رامینځةکړی چې او د د فلسطین نامه له همیشه څخه لا روښانه او د صهیونیسټانو پر وړاندې عمومی کرکه ئې لازیاته کړې ده؛ او دا د اسلامی نړۍ لپاره یو مهم فرصت دی.
ټولنیز مشران او ویناوالل دې په یاد وساتي ، لازمه ده ، ملتونه خبر کړي او له فلسطین سره اړونده حساسې پیښې او مطالبات په درستې نړۍ کې خورې کړي .تاسو نیکمرغه او سعادت لرونکي حاجیان باید د حج په دستورو کې د خداوندمتعال په درګاه کې د دعا فرصت او الهي مرستو غوښتنو څخه غافل نشئ او د خدای تعالی په وړاندې پر صهیونیستي ظالمو او ستمګرو او جنایتکارو او د هغوي د ملاتړو په وړاندې د بریالیتوب دعا وکړئ
درود او سلام وي د خداي د اسلام پر ګران پیغمبر او دهغه په پاکې او مطهرې کورنئ او سلام او درود وي پر حضرت مهدي بقیةالله عجل الله تعالی فرجه شریف
والسلام علیکم ورحمةالله وبرکاته.
سید علي خامنهای
۱۴۰۴/۳/۹
https://iqna.ir/fa/news/4286649