IQNA

     حج په قرآن کې/ ۲

په حج کې الهي شعائر ؛ معنوي او توحيدي سمبولونه

7:43 - May 26, 2025
د خبر لمبر: 3491167
ایکنا – د قرآن کريم  په بېلابېلو آيتونو کې د قربانئ، طواف او د حرم سيمې ته   د واریدیدا پشمول  د حج مناسک  د الهي شعائرو په توګه معرفي شوي، چې د دغو شعائرو سپکاوی د ديني مقدساتو په وړاندې بې پروائي ګڼل کېږي. قرآن کريم په مائده سوره  کې ،په دوهم آيت  کې مؤمنانو ته خبرداری ورکوي، چې د الهي شعائرو، حرامو مياشتو، ډالیو (قربانيو)، (د قربانيو نښو) او د خداى د کور (کعبې) زيارت کوونکو  حاجیانو ته سپکاوی ونه کړي. په دغه  آيت کې راغلي: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُحِلُّوا شَعَائِرَ اللَّهِ وَلَا الشَّهْرَ الْحَرَامَ وَلَا الْهَدْيَ وَلَا الْقَلَائِدَ وَلَا آمِّينَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِنْ رَبِّهِمْ وَرِضْوَانًا».

همدارنګه، د حج سورې ، په آيت ۳۶ کې، قرباني د الهي شعائرو يوه برخه بلل شوې: «وَالْبُدْنَ جَعَلْنَاهَا لَكُمْ مِنْ شَعَائِرِ اللَّهِ لَكُمْ فِيهَا خَيْرٌ».  د شعائرو پر اهميت دا ټينګار ښئي، چې د حج ظاهري مناسک يوازې سمبوليک اعمال نه دي، بلکې له معنوي او توحيدي معناوو سره ژوره اړيکه لري. د دغو نښو ساتنه د شعائرو د تعظيم او د مؤمنانو د زړونو د تقوا نښه ده.

د قرآن له نظره، د حج مناسک داسې دي، چې په ټولو کې ئې د الهي عظمت نښې څرګندې دي. له همدې امله بايد په ډېر دقت سره د دغو حدودو او شعائرو ټولې ځانګړتياوې او خصوصيات وساتل شي او پرې عمل وشي. هېڅکله بايد يو عمل په ناسم ډول ترسره نه شي؛ ځکه دا ډول تېروتنه نه يوازې په ظاهري توګه د عمل باطل کیدا  لامل کېږي، بلکې په باطن کې د خداى له حضور ه د ليرې کېدو سبب هم ګرځي. بې شکه، د دغو حدودو ساتنه د زړونو د تقوا یوه  نښه او د خداى په لار کې د احسان یوه ځلا ده.

https://iqna.ir/en/news/3493201  

captcha