ایکنانیوز د اسکای نیوز له قوله راپور راکړی، حاجیان وروسته له دې چې خدای ورته د عرفات په غره کې د وقوف توفیق ورکړ، شپه ئې په مزدلفه کې تېره کړه او په ارام او هوسا فضا کې ئې په منا کې په جمرة عقبې ډبرې وویشتلې، د طواف افاضې لپاره مسجدالحرام ته وارد شول.
د اختر لومړۍ ورځې له سهاره، حجاجو په ایماني، احترام او ارامۍ فضا کې د دقیقو تنظیماتو او مدون عملیاتي پروګرامونو او هراړخیزو خدمتونو په مرسته د حج مناسک ترسره کړل.
حاجیانو د جمعې په سهار د تکبیر او تهلیل په ویلو سره د منا مشعر ته ولاړل او د رسول الله (ص) د پیروۍ په توګه ئې په جمرة عقبې اووه ډبرې وویشتلې. وروسته ئې د احرام له حالته د وتلو لپاره خپل ویښتان وتراشل یا لنډ کړل، بیا ئې طواف افاضه ترسره کړ، د صفا او مروې ترمینځ ئې سعی وکړه او که واجب ؤ، قرباني ئې وکړه.
حاجیانو د تشریق په ورځو کې په منا کې په امن او ارامۍ فضا کې اوسېږي او په ترتیب سره د درو جمراتو (جمرة صغرى، وسطى او کبرى) باندې اووه اووه ډبرې وهي.
د اختر د لومړۍ ورځې له سهاره، چې د جمعې ورځ وه، له ۱.۶ میلیونو زیاتو حاجیانو د منا په وادي کې، چې د مکې مکرمې ښار ته نږدې ده، د شیطان د سمبول په توګه د درو جمراتو هر یو په اووو ډبرو وویشت .
https://iqna.ir/fa/news/4286887