IQNA

انډونیشیائي حاجڼه؛ د خداى د کور تر ټولو بوډا زیارتواله

13:18 - May 27, 2025
د خبر لمبر: 3491182
ایکنا - د سږکال د حج لپاره د خداي د کور  تر ټولو بوډا  ښځينه حاجي یوه  ۱۰۹ کلنه  انډونیشیائي میرمن ده.

د ایکنا د راپور له مخې، د خداي د کور ترټولو زاړه   حاجڼه د نړۍ د تر ټولو زیات مسلمان  لرونکي هېواد انډونیشیا څخه ده. میرمن سمبوک، د انډونیشیا د جاوه  سیمې  ۱۰۹ کلنه نیا، چې ورته ننک سمبوک وائي، د ۲۰۲۵ کال د حج تر ټولو بوډا زیارتواله شوه. د هغې د کمزورو ګامونو او کمزوري اورېدنې سره سره ،هوډ ئې لا هم پیاوړی دی.

هغې د جاوه ژبې په وئیلو سره وویل: زما دعا دا ده چې زما حج قبول او د خداي په وړاندې منظور شي. د هغې خبرې د هغې لور، سوکمي، ژباړلې. د حج او عمرې د لارښوونې ډلې (KBIHU) په ملاتړ، چې پکې ویلچیئر او یو ځانګړی مرستیال شامل دی، هغې د جاکارتا د  حاجیانو د ډلې د یوې برخې په توګه خپل سفر پیل کړ.

تېر کال، یوه بله الهام‌بخښونکې څېره، کاظمیه حاتم، یوه ۱۰۴ کلنه عراقۍ ښځه، چې د مدینې د شاهزاده محمد بن عبدالعزیز په نړیوال هوايي ډګر کې له تود هرکلي سره استقبال شوې وه، حج ادا کړ.

سږکال حج به د تاریخ تر ټولو لوي حج وي او سعودي عربستان د دوه اعشاریه پنځه میلیونو څخه زیاتوحاجیانو  تمه لري. انډونیشیا د د دوه لکه یویشت زره حاجیانو  سره تر ټولو زیاته ونډه لري، ورپسې پاکستان  یولک اتیا زره  (۱۸۰۰۰۰)، هندوستان یو لک پنځه اتیا زره پنخه ویشت (۱۷۵۰۲۵)، بنګله‌دیش یو لک  او ه ویشت زره یو سل اته نوي (۱۲۷۱۹۸)، نایجیریا پنځه نوي زره  (۹۵۰۰۰) او ایران هم اوه اتیا زره پنځه سوه پنځوس   (۸۷۵۵۰) حاجیان  دي.

تر مئ میاشتې مینځ پورې، له انډونیشا، پاکستان او بنګله‌دیش څخه له( ۲۲۰۰۰۰ )  دوه لکه شل زرو څخه زیات  حاجیان عربستان  ته رسیدلي  وو، چې دا د دغو مراسمو په برخه اخیستنې کې د پام وړ زیاتوالی ښئي، ځکه د نړۍ مسلمانان له کرونا بحران  وروسته دغه  سپیڅلي دود ته په لیوالتیا سره بیرته راګرځي.

اړین طبي معاینات ډاډ ورکوي چې حاجیان له فزیکي پلوه روغ دي. د عملي اقداماتو لکه د کافي اوبو څښل، په سیوري کې  آرام کول او د تودوخې له لوړو ساعتونو (یعني له غرمې څخه تر ۳ بجو وروسته) څخه مخنیوی په کلکه وړاندیز کیږي. د  مشکلو او ستړي کونکو مناسکو لکه طواف او سعي لپاره د ویلچئر کارول وړاندیز کیږي، ځکه دا د حاجیانو روغتیا تضمینوي.

https://iqna.ir/fa/news/4284551

captcha