IQNA

د مصر الازهر اسلامی مركز په افغانستان كښې د كار شورو كيدو اعلان

10:20 - March 20, 2009
د خبر لمبر: 1757677
سياسی او ټولنيزه ډله: د مصر د الازهر پوهنتون مشرانو، چې كابل ته تللی دی، نن سهار د كب د مياشتې په 28 نیټه په جمهوری افغانستان كښې د دې اسلامی مركز د كار شورو كيدو په هكله خبر راكړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د جمهور اسلامی افغانستان په ګزارش چې د دې هيواد له خبری رسندويو یې نقلوی، په هغه ليدنه كښې چې د الازهر د مشرانو او د افغانستان د ښودنې او روزنې د وزارت د مشرانو تر مينځ وشوه، مصری مشرانو دا اعلان وكړ چې ډېر زر به د دې پوهنتون څانګې په هرات، ننګرهار، قندهار او كابل كښې جوړې شی.
د دې ګزارش پر اساس، الازهر په لومړۍ مرحله كښې د شرعی علمونو د پوهنځايو د خلاصولو اراده لری او بيا به خپلې څانګې نورو ښارونو كښې جوړوی او تحصيلی څانګې به هم زياتوی.
د ويلو ده چې دې وخت مصر افغانستان سره كلتورې او ښوونه ايزې اړيكې نه لری او په دې هيواد كښې د الازهر كار شورو كيدل يو نوې كار دی چې د دې دوو هيوادونو د كلتوری اړيكو زياتيدل ګڼل كیږی
379478
captcha