
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، په دغې لیدنې کې دواړو لورو د افغانستان په اړه د ملګرو ملتو د امنیت شورا د راتلونکې غونډې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
د یاد وزارت په وینا، امیر خان متقي ویلي چې په ملګرو ملتو او نړیوالو ادارو کې د افغانستان د استازو شتون د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل او اړیکو د پراختیا لپاره مهم دی او ټینګار ئې کړی چې د افغانستان استازولي د حکومت مسئولیت او د خلکو حق دی.
بلخوا، جورجت ګانیون هم له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل پر پراختیا او په بېلابېلو برخو کې د ملګرتیاؤ پر دوام ټینګار کړی دی.
د غونډې په پای کې دواړو لورو د بشري همکاریو پر پراختیا او د ګډو کاري کمېټو د همغږۍ له لارې د متقابل تعامل پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i173128