IQNA

د «صمود نړیوال کاروان» د ۸۷ فعالانو لوږ تړ

10:27 - May 21, 2026
د خبر لمبر: 3492802
ایکنا- د صمود نړیوال کاروان»  مسئولانو وئيلي دي، چې د دغه کاروان ۸۷ فعالانو د صهیونیستي رژیم له خوا د نیولو او توقیف پر ضد، او همدارنګه له فلسطینيو بندیانو سره د پیوستون په موخه،  لوږ تړ پیل کړی دی.

 ایکنا نیوز د  «التلفزیون العربي» له قوله راپور راکړی، ددغه کاروان مسئولانو په «ایکس» ټولنیزچینل کې په خپرې شوې اعلامیې کې ویلي چې د تېرو درو اونیو په مودې کې د دویم ځل لپاره د صهیونیسټي رژیم پوځ د دې کاروان فعالان په نړیوالو اوبو کې نیولي دي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې دغه  تښتونه  غیرقانوني اقدام دی  او دوی ئې په کلکو ټکو غندي.

د اعلامیې له مخې، معترضینو نه یوازې د دغو نیونو پر ضد، بلکې د صهیونیسټي رژیم په زندانونو کې له ۹۵۰۰ څخه زیاتو فلسطینيو بندیانو سره د همغږۍ په موخه هم د لوږې تړ  پیل کړی دی.

دغه کاروان د ټولو نیول شویو کسانو د خوشې کېدو، د صهیونیستي رژیم د اقداماتو د نړیوالې غندنې، او د غزې تړانګې د کلابندئ د پای ته رسېدو غوښتنه هم کړې ده.

په ورته وخت کې، د صهیونیسټي رژیم د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دغه کاروان ټول ۴۳۰ فعالان نیول شوي اونیواکي سیمو ته لېږدول شوي، څو له خپلو قونسلي استازو سره وویني.

تر دې وړاندې، د دې کاروان د بحران د عملیاتو مرکز ویلي وو چې د صهیونیسټي رژیم پوځ په غیرقانوني توګه د کاروان پر ټولو کښتیو په نړیوالو اوبو کې برید کړی او فعالان ئې نیولي دي.

په دې عملیاتو کې وروستۍ په نښه شوې کشتۍ «لینا النابلسي» نومېده.

دغه کاروان کابو  ۵۰ کشتۍ او د ۴۴ هېوادونو ۴۲۸ فعالان لري، او د ترکیې د مارماریس بندر څخه د ۵۴ کشتیو په ملتیا روان شوی و، څو د غزې تړانګې هغه محاصره ماته کړي چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې پرې لګېدلې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4353153

captcha