IQNA

په الازهر کې د قرآن د حفظ د اسانتیا پروګرام پیل شو

10:54 - May 21, 2026
د خبر لمبر: 3492804
ایکنا- د الازهر د قرآن کریم د چارو عمومي مشر وئیلي دي، د دې مرکز د زده‌کوونکو لپاره د اوړي په رخصتیو کې د قرآن د حفظ د اسانتیا پروګرام پیل شوی دی.

د ایکنا د راپور له مخې، چې  «مصراوي»  له قوله  ئې رالیږلی دی وائي، د الازهر د قرآن د چارو عمومي مشر ابو الیزید سلامه، ، وویل چې د «درسي پروګرام حفظ»  په نامې سره دغه  پروګرام به په اونۍ کې درې ورځې (یکشنبه، سه‌شنبه او پنجشنبه) ترسره کېږي، څو زده‌کوونکو سره  د راتلونکي تحصیلي کال د درسي پروګرامونو په حفظ کې مرسته وکړي او هغوی وکولای شي د اوړي له رخصتیو څخه غوره ګټه واخلي.

سلامه په یوې اعلامیې کې زیاته کړې: د «خپل درسي پروګرام حفظ کړئ» پروګرام د قرآن کریم د صحیح تلاوت د دودولو، د حفظ او تدبر د بهیر د پیاوړتیا، او د الازهر د شیخ او د هغه د مرستیال شیخ ایمن عبدالغني د لارښوونو پر بنسټ عملي کېږي.

هغه څرګنده کړه چې دا پروژه څو اساسي برخې لري، چې تر ټولو مهمه ئې د «لس زره ختم کوونکو» برخه ده. د دې برخې موخه دا ده چې په ټول مصر کې د الازهر اړوند له ۱۲ زرو څخه زیاتو د قرآن د حفظ مرکزونو له لارې ۱۰ زره کسان د قرآن کریم ختم ته ورسوي.

سلامه ټینګار وکړ چې د پروګرام بله برخه په ځانګړي ډول د الازهر د مؤسسو د زده‌کوونکو لپاره پلان  شوې ده. دا پروګرام، چې په اونۍ کې درې ورځې ترسره کېږي، د دې لپاره دی چې زده‌کوونکو سره د راتلونکي کال د درسي پروګرام په حفظ کې مرسته وکړي،  څو هغوی  د اوړي  له رخصتیو  زیاته ګټه پورته کړي  او د نوي تحصیلي کال درسي دباؤ  کم شي.

هغه زیاته کړه چې په دې طرحې کې د «قرآن کریم پلیټ فورم» هم شامل دی، چې یو آنلاین پلیټ فورم دی او د الازهر د مؤسسو زده‌کوونکو او نورو هغو کسانو ته چې غواړي د اوړي په مودې کې قرآن حفظ کړي، له لیرې واټنه د حفظ خدمتونه وړاندې کوي.

د الازهر د قرآن د چارو عمومي مشر  وویل، د انلاین پلیټ فورم تر څنګ به د قرآن کریم د تلاوت او د نبوي احادیثو د اورېدو غونډې هم د الازهر په مؤسسو او د قرآن د حفظ په مرکزونو کې ترسره شي.

هغه یادونه وکړه چې د «قرآن د تلاوت نړیوالې ورځې» لپاره هم ځانګړي فعالیتونه په پام کې نیول شوي دي. دغه ورځ هر کال د اګست په ۳۰ نېټه نمانځل کېږي، او په ترڅ کې به ئې یا ټول قرآن کریم په یوه ورځ تلاوت شي او یا به ئې ځینې برخې ولوستل شي.

https://iqna.ir/fa/news/4353129

captcha