د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د ايران د ستر لارښود د دفتر له اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، هغوی د دې كال شورو د پيغمبر(ص) او د امام صادق(ع) زوكړې ته د نزديكت په سبب د نوروز د اختر د درناوی د زياتيدو سبب وګاڼه او د ايران ټولو وګړو او له بهر راغلی ميلمنو او هغه هيوادونو ته چې د نوروز اختر ترسره كوی د دې اختر مباركی وركړه او د ټولو لپاره یې د دې كال په خوشحالۍ تيردو هيله وكړه.
د انقلاب ستر لارښود 87 كال له پیښو ډك كال وګاڼه او په تير كال كښې بهرنۍ او د ننۍ پیښو ته په پام یې وويل: 87 كال د ایټم ښه خبر سره د ايرانی ملت او د دې هيواد د پوهانو د توان ثابتولو سره شورو شو او د "ماهواره اميد Umid Satellite" په اوچتولو سره ايران د هغه څو هيوادونو سره سم شو چې دا ټيكنالوجی لری چې دا پرمختګ په حقيقت كښې حيرانوونكی دی او د ايران لپاره یې يو نوې ارزښت او اعتبار جوړ كړی دی.
حضرت آيت الله خامنه ای د بوشهر د نيروګاه د ازمايش لپاره د خلاصيدو په هكله وويل: دنيا دا خبره ومنله چې د ايران د پرمختګ لاره څوك نه شی نيولی ځكه چې د ايران علمی او غير علمی پرمختګ د دې خبرې ثابتوونكی دی چې په مونږ باندې د اقتصادی پابنديو څه اثر نشته او د دې خبرې څرګندونه كوی چې ايران له دننه توان لری او خپلو ځوانانو باندې ډاډه دی او په دې طريقه د دښمنانو چلونو او تبليغاتو ته ماتې وركوی.
د انقلاب ستر لارښود همدارنګ د نوروز په دې پيغام كښې د اتم مجلس جوړيدو ته او د هغې ښو كارونو ته په پام سره چې د حكومت په مرسته یې ترسره كړل وويل: هيله لرو چې دا كارونه به همدارنګ ادامه ولری.
هغوی هغه لوی اقتصادی كړكيچ ته په پام چې نړۍ ته ورپیښ شوی و وويل: د دې لوی كړكيچ او بحران سره سره چې له امريكې شورو شو او په نړۍ كښې یې يو طوفان جوړ كړ او سره اقتصادی پاپنديو، زمونږ د هيواد مشرانو خپل هيواد، له هغه مشكلاتو چې له دې نړيوال كړكيچه شورو شوی وو، تر ډېر حده وساته او بايد وړاندې هم همدارنګ ویښ پاتې شو او كوشش وكړو چې اقتصادی مخپرتګ ورځ تر ورځ نو هم ښه شی.
حضرت آيت الله خامنه ای په 87 كال كښې له نوښت او ايجاداتو له خوشحاله څرګندونه وكړه او ویې ويل: په دې غږ باندې عمل په لومړيو كښې ډېر ښه څرګند شو خو بايد مونږ دې غږ ته ادامه وركړو او د ترقۍ هغه نقطې ته ورسیږو چې د ايران ملت سره ښايی.
هغوی همدارنګ له دې نړيوال كړكيچه پرته د 87 كال نړيوالو مهمو مسلو بيانولو سره سره، د رژيم صهيونيسټی په غزې باندې 22 ورځنۍ حملې ته او د مظلومو فلسطينانو ولاړتيا ته اشاره وكړه او تاكيد یې وكړ: د رژيم صهيونيسټی دا شرمناك شكس د دنيا خلكو ته دا وښودله چې د ظالمانو په وړاندې ودريدی او بريالی كيدی شی.
د انقلاب ستر لارښود نوی كال ډېر مهم كال وګاڼه او د نوی كال دعا ته پام یې وويل: د ايرانی ملت حالت له ټولو ښه حال ته بدلول د پرودګار مهربانۍ او پاملرنې ته اړمن دی خو بايد پاملرنه وكړو چې د خدای د كرم او رحمت راوستل د يو يو كس په ټولنيز او شخصی ژوند كښې بدلون راوستلو پورې تړلی دی.
هغوی د هغه ډګرونو په څپړنې كښې چې بدلون ته اړمن دی "عمومی او شخصی اسرافونو" او د هيواد د بيلا بيلو سرچينو بې حسابه خرچ كولو ته په پام وويل: اسلام او د عالم ټول عاقلان په دې خبره ټينګار كوی چې بايد خرچ بايد عاقلانه او مدبرانه طريقه سره وشی.
د اسلامی انقلاب لارښود د نوروز د پيغام په اخر كښې ټينګار وكړ: مونږ ټول او په بيله توګه د دريو قوتونو مشران، ټولنيز مشرانو او د هر كس بايد په نوی كال كښې د دې غږ "په ټولو ډګرونو كښې د خرچ د طريقې سمول" ترسره كولو لپاره پروګرامونه جوړ كړو او د دې په لور روان شو چې د هيواد له سرچينو او منابعو په صحيح او عاقلانه طريقې ګټه واخستی شو او د ملت حال له ټولو په ښه حال بدل كړو.
(يادونه كوو ايرانيان هر كال نوروز اختر تر سره كوی او دا كال هم ايرانيانو د پخوانيو دودونو په اساس په خوشاليو او جشنونو سره پيل كړی دی.
د ايرانيانو يولرغونی او پخوانی دود، د نوروز جشن دی چې نوی كال په خوښيو سره لمانځی دغه دود د بې شيمره پیښو په بټيو كې نه دی ختم شوی بلكه د اسلام په ظهورسره ېې مذهبی اړخ هم پيدا كړی دی اود ايران هويت د ساتلو ترڅنګ ېې اسلام نورهم پسوللی دی.
دغه اختر د ټولو ايرانيو قومونو له لوری منل شوی دی ځكه خو هغه اوس د ملی وحدت او انسجام په چورليز بدل شوی دی او د ايران د كلتور يوه اوچته بيلګه شميرل كیږی په دې ډول چې نن سبا د نړۍ په هرګوټ كې چې د نوروز نوم اخيستل كیږی د ايرانی كلتور نښې پكې له ورايه ښكاری.
د ايرانيانو لپاره نوروز يوازې د پسرلی د پيل د جشن نه دی بلكه د ايران فرهنګ، سنتونواو باورونو يوه ټولګه ده چې د دغه ټاټوبی د ولس ډيرې خبرې پكې خوندی شوی دی او هغه ېې تر ننه پورې رسولی دی.
د ايران ولس د ځانګړو دستورو په ترسره كولو سره دنوی كال له رارسيدا څو ورځې مخكې دپسرلی انتظار كوی . په حقيقت كې د نوروز دودونه او رواجونه د كب د مياشتې له نيمايی پيلیږی او د پسرلی د لومړنۍ مياشتې له ديارلسمې سره چې په طعبيت كې د ګرځيدا ورځ ده پای ته رسیږی.
د نوروز دودونه او رواجونه په ايرانيو قومونو كې ورته دی چې دغه چاره د ټولو قومونو ترمينځ د وحدت سبب كیږی او پر دې سربيره ېې دې ټولنې ته خاصه ځانګړتيا هم وربخښلې ده چې له دې ګوټه هم بايد دغه مسله وڅیړل شی.
د كال په ورستيو شپو ورځو كې يوعام دود پاكۍ او نظافت ته توجه ده.
په ايران كې نوی كال له پاكۍ او سترګی سره پيلیږی. د كورونو پاكول او له اختره مخكې پاكی يوه غوره او خوښ دود دی چې په ټولنه كې خاص تحرك او بدلون رامنځته كوی په دې ډول كله چې له بل هيواده يو كس ايران ته را شی د كورونو، عمومی ځايونو، پاركونو او واټونو په پاكۍ او ښكلا به پوه شی او يو بدلون به احساس كړی .هغه بهرنيان چې مخكې ايران ته راغلی دی په خپلو سفرنامو كې ېې د ايرانيانو د پاكۍ دغه دود ته ېې اشاره كړې ده او هغه ېې ستايلی دی.
د كورنو پاكول دا امكان برابروی چې خلك هر كال د ژوند چاپريال پاك كړی ځكه چې ايرانيان له ډير پخوا د ژوند د چاپريال په پاكۍ اوسترګۍ مشهوره دی او دغه چاره ېې په يو تلپاتې دود بدله كړې ده.
زياتره كسان د دې ترڅنګ چې كورونه پاكوی له زړونو هم د كينې اورخې ګردونه پاكوی ځكه چې د هر كال پيل د انسانو ترمنځ د كينې اورخې د ختمولو لپاره مناسب وخت دی.
د كال له بدليدا وروسته د ايران ولس د كال د بدليدا ځانګړې دعا لولی.
په دې دعا كې له خدايه غواړی چې د طبيعت دغوړيدا او بدلون په درشل كې د هغوی حالت او طبيعت ښه كړی زياتره كسان د كال د بدليدا په وخت هڅه كوی معنوی او مذهبی حالت ولری او له همدې امله د ايران زياتره خلك د كال د بدليدا په وخت جوماتونو، مذهبی ځايونو او زيارتونو ته ځی.
د نوی كال له بدليدا وروسته د ليدو كاتو او پرنورو د مهربانۍ وخت رارسیږی چې په اسلام كې پرې ډير ټينګار كړی دی په دې ليدو كاتو كې معمولاً د مشرانو كتو ته ورځی او د موراو پلار كتل له ټولو مخكې وی.
د نوروز په راشه درشه كې د اختری وركول هم دود وی چې دې ورځو ته خاصه ښكلا وركوی چې د خپلوانو او دوستانو ترمنځ مينه زياتوی ډالۍ هغه تحفه ده چې معنوی ارزښت ېې تر مادی هغه ډير مهم وی، ډالۍ وركول د انسانانو زړونه يو بل ته نږدې كوی او داسې فرصت برابروی چې انسانان د يو بل ترڅنګ په آرامښت كې ژوند وكړی.
بالاخره د نوروز جشنونه دوری د مياشتې په دريالسمې نیټې سره پای ته رسیږی. دوری په ديارلسمه نیټّه ټولې كورنۍ له خپلو دوستانو او ملګرو سره يوځای طبيعت ته ورځی او له طبيعت سره آشنا كیږی او په دې ډول د ايران ولس د نوی كال جشنونه د طبيعت په ښكلاو كې په ګرځيدا سره پای ته رسوی)
نوروزاو نوې كال مو مبارك شه
379946