د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په لبنان كې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری مركز مشر ښاغلی «سيد محمدحسين رئيس زاده» د الكوثر سپوږميز چينل سره په مركې كې د نوروز اختر په هكله وويل: نوروز اختر په تاريخ كې ډيرې مضبوطې جرړې لری او له زرګونو كالو مخكې دا اختر مناویږی.
هغه زياته كړه پخوانی ايران كې څلور اهم اخترې تر سره كيدې چې نومونه یې دا دی «مهرگان، سده، تيرگان و نوروز» خو د وخت په تيرودو سره سره نور اخترونه ختم شول خو نوروز اختر تر اوسه پورې پاتې ده
په لبنان كې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری مركز مشر ښاغلی «سيد محمدحسين رئيس زاده» څرګنده كړه چې د ايران قوم اوس څلور ډول اختر لری اسلامی اختر چې دين اسلام په هغه ټينګار كوی لكه د روژې اختر او د قربانۍ اختر، د پيغمبر اكرم صلی الله عليه و آله وسلم د بعثت اختر، مذهبې اخترونه لكه عيد غديراو ملی اختر لكه د انقلاب د بريالی كيدو اختر او د طبيعت اختر چې نوروز دی.
د نوروز دغه اختر د ټولو ايرانيو قومونو له لوری منل شوی دی ځكه خو هغه اوس د ملی وحدت او انسجام په چورليز بدل شوی دی او د ايران دكلتور يوه اوچته بيلګه شميرل كیږی په دې ډول چې نن سبادنړۍ په هرګوټ كې چې دنوروز نوم اخيستل كیږی دايرانی كلتور نښې پكې له ورايه ښكاری .
دايرانيانو لپاره نوروز يوازې د پسرلی دپيل دجشن نه دی بلكه دايران فرهنګ ،سنتونواو باورونو يو ه ټولګه ده چې ددغه ټاټوبی دولس ډيرې خبرې پكې خوندی شوی دی او هغه ېې ترننه پورې رسولی دی .
دغه لرغونی او ملی جشن په خپلو ټولو دودونو سره د خوشاليو ،مينې ،او غوړيدا پيغام راوړنكی دی چې له اسلامی كلتور او ارزښتونو سره اغشل شوی دی او د تلپاتې كيدا راز ېې هم هم دا ځانګړتيا ده .
د ايران ولس د ځانګړو دستورو په ترسره كولو سره د نوی كال له رارسيدا څو ورځې مخكې د پسرلی انتظار كوی . په حقيقت كې د نوروز دودونه او رواجونه د كب د مياشتې له نيمايی پيلیږی او د پسرلی د لومړنۍ مياشتې له ديارلسمې سره چې په طعبيت كې د ګرځيدا ورځ ده پای ته رسیږی .
د نوروز دودونه اورواجونه په ايرانيو قومونو كې ورته دی چې دغه چاره د ټولو قومونو ترمنځ د وحدت سبب كیږی او پردې سربيره ېې دې ټولنې ته خاصه ځانګړتياهم وربخښلې ده چې له دې ګوټه هم بايد دغه مسله وڅیړل شی .
د كال په ورستيو شپوورځوكې يوعام دود پاكۍ او نظافت ته توجه ده . په ايران كې نوی كال له پاكۍ او سترګی سره پيلیږی. دكورونو پاكول او له اختره مخكې پاكی يوه غوره او خوښ دود دی چې په ټولنه كې خاص تحرك او بدلون رامنځته كوی په دې ډول كله چې له بل هيواده يوكس ايران ته را شی دكورونو ،عمومی ځايونو،پاركونو او واټونو په پاكۍ او ښكلا به پوه شی او يو بدلون به احساس كړی .هغه بهرنيان چې مخكې ايران ته راغلی دی په خپلو سفرنامو كې ېې دايرانيانو دپاكۍ اوسترګۍ دغه دود ته ېې اشاره كړې ده او هغه ېې ستايلی دی .
دكورنو پاكول دا مكان برابروی چې خلك هر كال دژوند چاپريال پا ك كړی ځكه چې ايرانيان له ډير پخوا دژوند دچاپريال په پاكۍ اوسترګۍ مشهوره دی او دغه چاره ېې په يو تلپاتې دود بدله كړې ده .
زياتره كسان د دې ترڅنګ چې كورونه پاكوی له زړونو هم د كينې ا ورخې ګردونه پاكوی ځكه چې دهركال پيل دانسانو ترمنځ دكينې اورخې دختمولو لپاره مناسب وخت دی .
دكال له بدليدا وروسته دايران ولس دكال دبدليدا ځانګړې دعا لولی .
په دې دعا كې له خدايه غواړی چې د طبيعت دغوړيدا او بدلون په درشل كې دهغوی حالت اوطبيعت ښه كړی زياتره كسان دكال دبدليدا په وخت هڅه كوی معنوی او مذهبی حالت ولری او له همدې امله دايران زياتره خلك دكال دبدليدا په وخت جوماتونو ، مذهبی ځايونو او زيارتونو ته ځی .
د نوی كال له بدليدا وروسته دليدو كاتو او پرنورو د مهربانۍ وخت رارسیږی چې په اسلام كې پرې ډير ټينګار شوی دی او ورته (صله رحم وايی) په دې ليدو كاتو كې معمولاً د مشرانو كتو ته ورځی او د موراو پلار كتل له ټولو مخكې وی .
د نوروزپه راشه درشه كې د اختری وركول هم دود وی چې دې ورځو ته خاصه ښكلا وركوی چې د خپلوانو او دوستانو ترمنځ مينه زياتوی ډالۍ هغه تحفه ده چې معنوی ارزښت ېې تر مادی هغه ډير مهم وی ،
ډآلۍ وركول د انسانانو زړونه يو بل ته نيژدې كوی او داسې فرصت برابروی چې انسانان د يو بل ترڅنګ په آرامښت كې ژوند وكړی .
بالاخره د نوروز جشنونه دوری د مياشتې په دريالسمې نیټې سره پای ته رسیږی.دوری په ديارلسمه نیټّه ټولې كورنۍ له خپلو دوستانو اوملګرو سره يوځای طبيعت ته ورځی او له طبيعت سره آشناكیږی او په دې ډول دايران ولس دنوی كال جشنونه دطبيعت په ښكلاو كې په ګرځيدا سره پای ته رسوی.
380186