IQNA

مصطفی اسماعيل په مصر كې د قران پاك د قرائت يوه نابغه او هيرو دی

10:25 - March 30, 2009
د خبر لمبر: 1758833
د قرانی كارونو ډله: د ايران يو فيصله كوونكې او د قران پاك كار پيژاند وويل چې مصطفی اسماعيل داسې لحن استعمالولو چې د اوريدونكی په زړه او روح یې د قران مفاهيم ډير زيات اثر اچوه او هغه په مصر كې د قران پاك د قرائت يوه نابغه او هيرو دی.
احمد ليالی» د قران پاك كارپيژاند د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) سره په خبرو اترو كې د دې مطلب په ضمن كې وويل چې مصطفی اسماعيل د مصر په خلقو قران پاك وپيژانده او عبدالباسط د نړۍ په خلقو قران وپيژاندل

هغه د تجويد نه پس دقرائت زده كولو لپاره د مصطفی اسماعيل لحن مناسب وګاڼه او څرګنده یې كړه هغه د لحن ټولو قواعدو خيال ساتل او دا مونږ ته په ګوته كوی چې هغه په خپل كار مكمل كنټرول لرل.
هغه د مصطفی اسماعيل تلاوت په اوريدونكيو ډير موثر وګاڼه او وې ويل: د مصر ډير قاريان د هغه تلاوت ته كیښناستل او له هغه یې طرز او سبك زده كاؤ
د قران كارپيژاند وويل :خدای هغه ته دا توان وركړی و چې لحن د قران په معنو كښې كیږدی هغه به داسې تلاوت كاوه چې اوريدوونكی به د بيلا بيلو تصويرونو تصور كاوۀ
بې شكه چې مصطفی اسماعيل په مصر كښې د فنی او هنری مخې له لويو قاريانو څخه و او خپله طريقه یې د له الهاماتو سره بې له دې چې له وړاندې قاريانو تقليد وكړی جوړه كړې وه او د اسلامی نړۍ ډېر قاريان د هغه شاګردان ګڼل كیږی.
هغه زياته كړه: مصطفی اسماعيل د يو مدرسې او يو روش څښتن و چې هغه روش او طريقه مونږ د قران د قرائت لپاره يو بنسټ ګنلی شو. «مصطفی اسماعيل» په لحن كښې يو نوې مكتب جوړ كړ.
هغه وويل: دې قاری به داسې تلاوت كاوۀ چې اوريدونكی به دا فكر كاؤه چې هغه ناست دی او دا ټولی خبرې د يو فلم په شان وينی.
374371
captcha