IQNA

د ايران د ستر لارښود حضرت ايت الله خامنه ای (مدظله‌العالی) د مسئلو د زده كړې كتاب سواحلۍ ژبې ته وژباړل شو

8:34 - April 07, 2009
د خبر لمبر: 1761318
د كلتور او هنر ډله: د ايران د ستر لارښود (مدظله‌العالی) د مسئلو د زده كړې د كتاب ترجمه په سواحلۍ ژبه كښې په تنزانيا كښې خپریږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، د ايران د ستر لارښود (مدظله‌العالی) د مسئلو د زده كړې رساله د حوزې او پوهنتون د استاذ حجت‌الاسلام و المسلمين «مشفق‌پور» په قلم ليكل شوې ده او په تنزانيا كښې د ايران د كلتوری مركز په مرسته سواحلۍ ژبې ته ژباړل شوې او خپره شوې ده.

د دې كتاب ليكوال ټول مطلبونه، احكام او فقهی مسلې په كلاسيك طريقې راټول كړی.

دا كتاب په لبنان كښې «الهادی» خپرندویې ادارې په عربۍ ژبه خپور كړ او د لومړی ځل لپاره په تنزانيا كښې د الزهرا د مؤسسې قائم مقام سواحلۍ ژبې ته وژباړۀ.

د ايران د ستر لارښود (مدظله‌العالی) د مسئلو د زده كړې د كتاب ترجمه درې سوه مخونه لری.
383704
captcha