IQNA

د امريكې اسلامی غونډو د مسلمانانو د حقونو په خلاف د «اف ‌بی ‌آی» د كارونو جاجونه وغوښته

8:51 - April 18, 2009
د خبر لمبر: 1766080
نړيواله ډله: د امريكې ځينې اسلامی سازمانونو د پنجشنبې په ورځ د وری د مياشتې په 27 نیټه د امريكې له ستر قاضی «اريك هلدر» وغوښتل چې د مسلمانانوپه خلاف د «اف ‌بی ‌آی» د غير قانونی كارونو جاجونه دې وشی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «Detnews»اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دې غونډو په يوه ليك كښې د امريكې ستر قاضی ته ليكلی دی: د (اف ‌بی ‌آی) پوليس جماتونو او اسلامی مركزونو ته په راتللو سره ا هڅه كوی چې ځينې كسانو د مسلمانان په كارونو باندې جاسوسان ولګوی.

د «ميشيگان د اسلامی غونډو» مشر «ويكتور بگ» چې د ميشګان د جماتونو او غونډو مشری یې په لاس كښې ده د دې خبرې په هكله وويل: مونږ مسلمانانو لكه د نورو امريكنيانو دا غواړو چې په هيواد كښې دې صلحه او امنيت وی، خو دا مسله چې د «اف ‌بی ‌آی» كسان دې له مسلمانانو وغواړی چې د امنيت د راوستلو لپاره دې د هغوی لپاره جاسوسی وكړی، د زغملو مسله نه ده او مونږ یې هیڅكله نه شو قبلولی.

له مسلمانانو پرته، د امريكې د ښاريانو د حقونو چاروالو هم د «اف ‌بی ‌آی» دا كارونو غندلی دی.
389702
captcha