IQNA

د لبنان پخوانې لومړۍ وزير: په جينيوا كې د احمدی نژاد وينا تاريخې وه

8:59 - April 25, 2009
د خبر لمبر: 1769143
سياسی او ټولنيزه ډله: د لبنان پخوانې لومړۍ وزير ښاغلی " سليم الحص" په جينيوا كې توكم پالنې په هكله تر سره كانفرنس كې د ايران د اولسمشر احمدی نژاد وينا درناوی كولو سره وويل چې دا وينا يوه تاريخې وينا وه.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی " سليم الحص" وويل چې د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد د سويس په جينيوا كې د ډربن دوه په نامه د توكم پرستۍ سره د مبارزې په نړيوال سيمينار كې په خپلې وينا كې په فلسطين كې د اسرائيلو اقدامات یې توكم پرسته اقدامات وباله او د نړيوالو استازيو په مخامخ یې دا اقدماتو وغندل.
د لبنان پخوانې لومړۍ وزير ښاغلی " سليم الحص" زياته كړه چې ايرانی ولسمشر په كال 1947 كې د فلسطين د تقسيمولو د نړيوالې فيصله هم وغندله .
د لبنان پخوانې لومړۍ وزير ښاغلی " سليم الحص" په پاې كې وويل چې احمدی نژاد په جينيوا كانفرنس كې د فلسطين په هكله خپل دریځ څرګند كړ او هغه دا كار د ستايلو وړ ده.
393000
captcha