د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په دغه سيمينار كې په اسلام آباد كې د اسلامی ايران سفير ماشا الله شاكری ددی په بيانولوسره چې د امام خمينی (رح) ګران بيه افكار او مفګورې به تل ژوندۍ پاتی وی وويل د امام خمينی (رح) ژوند د نړۍ د بشر لپاره ګران بيه بيلګه ده چې د هغوئ د خوشبختۍ او نيكمرغۍ لامل به هم شی .
هغه د نړيوال استكبارزهرجنو تبليغاتو ته اشاره وكړه او ویې ويل نړيوال استكبار او صهيونستان هڅی كوی د شيعه او سنی تر مينځ په درزاچولو او اختلافاتو ته په لمن وهلو سره خپلو سپيرو هدفونو ته ورسیږی خو د نړۍ مسلمانان د امام د ليكې په پيروۍ سره ديووالې او وحدت له لارې دغه ډول دسيسی شنډولای شی .
د پاكستان د جماعت اسلامی ګوند پخوانې مشر قاضی حسين احمد هم وويل مونږ نن سبا په فلسطين ، لبنان او نورو اسلامی ټاټوبو كې د امام بزرګوار د تفكراتو ژور اغيز وينو .
ددغه سيمينار تر څنګ د ايرانيو او پاكستانیړ ليكوالانو لخوا د امام خيمنی (رح) په هكله د ليكل شويو اثارو نندارتون هم پرانيستل شوی وو.
415027