IQNA

د تهران تاريخی جمعه د وحدت يوه لويه نښانه وه

8:47 - June 21, 2009
د خبر لمبر: 1792852
داسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت ايت الله خامنه ای ويناو دپاكستان په رسندويو كښې پراخ انعكاس درلود
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش، د تهران دپرون ورځې جمعې لمانځه په خطبو كښې داسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت ايت الله خامنه ای ويناو دپاكستان په رسندويو كښې پراخ انعكاس درلود .
دپاكستان حكومتی خبری اژانس ای پی پی دخپلو خبرونو په مهمه برخه كښې په واټونو كښې له مظاهرو دډډه كولو او په انتخاباتو كښې د ماتی خوړليو كانديدانو زغمل ښودلواو دانتخاباتو دپايلو په هكله دمشر تابه دستر مقام حضرت ايت الله خامنه ويناو ته انعكاس وركړ .
دپاكستان ډيلی ټايمز انګريزې ژبې ورځپاڼې وليكل دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله خامنه ای دتهران دجمعې لمانځه په خطبو كښې دولسمشرۍ دانتخاباتو دپايلو دملاتړ او په بهرنی او كورنی سياست كښې له ولسمشر احمدی نژاد سره دخپلو ليدتوګو په نږدې والی دټينګار په ترڅ كښې دايران په كورنيو چارو كښې دبهرنيو هيوادونو لاسوهنه په سخته وغندله .
ډيلی ټايمز ورځپاڼې زياته كړه ايت الله خامنه ای په خپلې وينا كښې په ايران اكښې دوروستيو انتخاباتو په سلاموالی ټينګار سره ددرغلۍ هرډول امكان رد كړ .
دپاكستان نيشن ورځپاڼې ډاګينه كړه داسلامی انقلاب سترلارښود حضرت ايت ا لله خامنه ای دايران دولسمشرۍ دوروستيو انتخاباتو په سلامتيا ټينګار سره په واټونو كښې اعتراض كونكو ته سخت خبرداری وركړ او ډاګينه یې كړه هرډول ګډوډۍ او دخلكو دوژل كيدا ذمه واری به دهغو كسانو په غاړه وی چې خلك لاريون ته لمسوی .
422263
captcha