IQNA

امارات كې د"اطلق روحك بالقرآن" نومې قران پروګرام تر سره شو

16:18 - November 16, 2009
د خبر لمبر: 1850042
نړيواله ډله: د امارات د قيديانو سره خاص د شارجې د كورنۍ چارو ستر كونسل په كوششونو سره د "اطلق روحك بالقرآن" (د قران په وسيله خپل ځان ته نجات وركړه) نومې اووم كليز پروګرام تر سره شو
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اماراتو ورځ پاڼې البيان یې نقلوی په دې مقابلو كې د قران پاك د سورتونو حفظ، د قيديانو تر مينځ د قران پاك د مختلفو موضوعاتو په هكله د ويناوو مقابلی او د قران پاك د تجويد او قرائت مقابلی هم شاملی دی
د امارات په جيلو كې دوه اوونۍ مخكښې پيل شوې دغه پروګرام په ديارلسم نومبر خپلې پاې ته ورسيده
په اختتامی مراسمو كې د شارجې د مذهبی چارو ادارې مشر ښاغلی "صقر بن محمد خالد القاسمی" د شارجې د پوليسو د مركز مشر سلاكار ښاغلی "عبداللہ مبارك الدخان" او د اماراتو د دينې او حكومتی سنټرو ځينې چارواكو هم په دې مراسمو كې ګډون وكړ

492576
captcha