IQNA

د دې اوونۍ د تهران د جمعی لمونځ به د آيت‌الله جنتی په امامت تر سره كیږی

17:17 - December 02, 2009
د خبر لمبر: 1856695
سياسی ډله:د تهران د دې اوونۍ سياسی او عبادی جمعی لمونځ د خبرګانو د مجلس غړی او د ساتندوې د شورا مشر آيت‌الله جنتی په امامت په تهران پوهنتون كې تر سره كیږی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، دا مراسم به د جمعې په ورځ 10:50 بجې د ايران د اوبو پوځ نړيوال قاری ښاغلی «محمد برخورداری» په تلاوت سره د تهران په پوهنتون كې شورو كیږی
د دغه پروګرام په دوام كې مولانا حجت‌الاسلام «بهرامی» د تل په شان دينی احكام بيانوی. او ورپسې د غدير اختر په مناسبت د بلال د منقب ډله منقبت وړاندې كوی
د رارسيدلی راپور پر اساس د د غدير نړيوال ټولنی مشر ښاغلی ايت الله ابو القاسم خز علی د غدير اختر د رارسيدو په مناسبت خپله وينا وړاندې كوی.
پس له دې قاری برخورداری په غږ بانګ ويل كیږی او په پای كې به د ايت الله جنتی په بيان د جمعی خطبی او بيا د جمعی لمونځ تر سره كیږی.
503176
captcha