IQNA

په دمشق كې "قدس په تاريخ كې" نومی نړيوال سيمينار تر سره كیږی

22:36 - December 07, 2009
د خبر لمبر: 1858101
د هنر او كلتور ډله: د شام د لرغونی اثارو ادارې سره ټړلی الباس نومی د لرغونی اثارو د پيژندنی تعليمی او تحقيقی سنټر په كوششونو سره د روانی ميلادی مياشتی په 15 نیټی په دمشق كې په قومی ميوزم كې كې "قدس په تاريخ كې" نومی نړيوال سيمينار تر سره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له دې هيواد د سركاری خبری إژانس سانا یې نقلوی چې په 2009ء كې قدس د عربی نړۍ كلتوری پلازمينی په ياد كې تر سره كيدونكی دغه درې ورځنی ناسته كې د مختلفو هيوادونو محققين ګډون كوی .
د دې ناسته كې شركت كوونكی له تاريخه مخكښې د قدس لرغونی اثار او تاريخ په موضوع ويناوې وړاندې كوی.
د دې ناسته تر سره كوونكو د دې ناسته مقصد د محققينو تر مينځ د تعلقاتو او د قدس د تاريخ په هكله د هغو په معلوماتو كې زياتيدا بيان كړی ده.
504649
captcha