IQNA

د امريكې په كيرولينا كې د "په اسلام كې واده" نومی سيمينار تر سره كیږی

22:07 - January 03, 2010
د خبر لمبر: 1868320
نړيواله ډله: د امريكې په شمالی ولايت كيرولينا كې د شارلوت ښار په "الشهيد " جومات كې له ميلادی كال د جنورې د مياشتی له 15 نیټی تر 17 نیټی پورې د "په اسلام كې واده" په موضوع يو سيمينار تر سره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له "Masjidshshaheed" ويب پاڼې یې نقلوی چې د دې جومات د واكمنو په كوششونو سره تر سره شوی دې سيمينار مقصد د اسلام په نظر كې د واده جاجول دی.
دې درې ورځنۍ سيمينار كې په اسلام كې د واده تعريف، د واده فايدی او ګټی، د اسلام له نظره د ښځې او خاوند اړيكې، د واده په هكله د قرانی تعليمات او د اختلافاتو د ختميدو په شان موضؤعات په هكله به خبرې اتری كیږی.
517316
captcha