IQNA

د عراق ولس مشر د ايت الله سيستانی سپكاوې وغنده

7:45 - January 07, 2010
د خبر لمبر: 1869804
نړيواله ډله: د عراق ولس مشر «جلال طالبانی» د مرغومی د مياشتې په 15 نیټه د عربستان باچا «عبدالله بن عبدالعزيز» ته په يو ليك كښې د سعودی عرب د يو تندرويه وهابی عالم «محمد العريفی» په لاس د ايت الله العظمی سيد علی سيستانی سپكاوې وغنده
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له براثا خبری اژانس یې نقلوی، طالبانی په دې ليك كښې ليكلی وو: د حضرت ايت الله سيستانی سپكاوې د عراق د ټولو خلكو سپكاوې ګڼل كیږی او دې سره د مسلمانانو تر منیځ اسلامی انسجام او ورورولی خرابیږی.
هغه زياته كړه: آيت‌الله العظمی سيد علی سيستانی له دې پرته چې د شيعو يو لوی دينی مرجع دی د عراق د خلكو لپاره يو داسې نمونه ده چې مسلمانانو ته د تسامح، مينې او دوستۍ بلنه وركوی او په عراق په مذهبی فتنې ختمولو كښې ډېر لوی رول لری.
د عراق ولس مشر زياته كړه، د عربستان باچا دې د داسې عالمانو مخ نيوۀ وكړی كوم چې د تفرقې او تنفر خبرې كوی او اسلامی وحدت له منځه وړی.
محمد العريفی، وهابی عالم د جمعې په ورځ د مرغومی د مياشتې په 11نیټه د جمعې په خطبو كښې په البواری جمات كښې په رياض ښار كښې ايت الله العظمی سيستانی بدعت ګزار او ملحد وباله او يو ځل بيا یې په شيعو باندې د كفر فتوی ولږوله.
519554
captcha