د المصطفی نړيوال پوهنتون قرانی او حديثی اولمپك يو نړيوال فيصله كوونكی ښاغلی قاری "محمود لطفی نيا" د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) سره په خبرو اترو كې وويل چې المصطفی نړيوال پوهنتون د دينی علمونو مينه والو شيعه ځوانانو د پناه ځای دی چې هغوی د نړۍ له مختلفو هيوادونو د دينی علمونو زده كړې لپاره ايران ته راغلی دی ځكه چې دا كسان په خپل هيواد كې هم په ازادۍ سره دينی علمونه نشی تر لاسه كولای او دې پوهنتون دوې ته د قرانی او الهی علمونو د ترلاسه كولو لپاره ډيره ښه موقع وركړی ده او دوی بايد له دې ګټه واخلی.
558699