د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت آيت ا.. العظمی خامنه ای نن د اسلامی تبليغاتو د موسسې د هنری حوزې له يو شمير مسولينو او د دا په نامه د كتاب له خپرونكو او كاركونكوسره په كتنې كې پر سپیڅلې دفاع په ټينګار سره چې سپیڅلې دفاع ،ټولنې ته د اسلامی انقلاب او دينی سچه معرفت د انتقال او دهيواد د ادبياتو د لوړاوی لپاره ارزښتمنه وړتيا ده زياته كړه،دا په نامه كتاب چې انصافا ډير ښه او دنړۍ په سطح د مطرح كولو وړ دی ،د تپلی جنګ د پیښو ديوې وړې برخې په اړه دی.
هغوی وويل، له پیښو د خلكو د شننې دقدرت ،پوهې او تجربې لوړاوی،او د كلتور د پراختيا اووده ، دداسې كتابونو د خپرولو له لارې امكان لری .
هغوی اسلامی ا نقلاب او درامنځته كيدا ،او له هغه وروسته پیښې او د نړيوالو سترو ستونزو په مقابل كې دايران دملت ديرش كلن مقاومت او سرلوړی ،ملتونو ته ستره او كلتور جوړونكې موضوع وبلله .
هغوی په دوام كې ، له اسلامی انقلابه وړاندې اووروسته د هدفمنداو دروغجنې تاريخ جوړونې ته په اشارې سره ټينګار وكړ،بايد داسلامی انقلاب د سم او حقيقی تاريخ د ليكلو په ا ړه جدی كار وشی او پخوانی غفلتونه جبران شی .
577198