د «الشرق الأوسط» بين المللی ورځپاڼی له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخی: د اسلامی كانفرنس سازمان په دغه بيانيه كښی اعلان وكړ: د اسلامی كانفرنس د سازمان غړيو هيوادونو په سوئیټزرلينډ كښی د بشری حقوقو د بين المللی شوری په وروستۍ غونډه كښی وكړای شول يوه پريكړه ليك تصويب كړی چی په كښی پر اسلام باندی د سپكاوی د حملو د ودرولو په هدف سره د دينونو په تبليغاتی برنامو باندی په څارنی او كنټرول ټينګار شوی دی.
يادونه كیږی چی د دغه پريكړه ليك تصويبيدل د امريكی او د اروپا د اتحادیۍ له مخالفت او د غربی تبليغاتو له خوا د نيوكو سره مخامخ شوی دی.
601494