IQNA

د مليشيا د لومړی وزير د مذهبی چارو مشاور د دې هيواد مسلمانان د اتحاد په لور وبلل

22:48 - July 20, 2010
د خبر لمبر: 1959503
نړيواله ډله: د مليشيا د لومړی وزير د مذهبی چارو مشاور «داتوك عبدالله امدی زين(atuk Seri Abdullah Md Zin)» د دې هيواد مسلمانان د اتحاد او يووالی په لور وبلل او په دې خبره یې ټينګار وكړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له BERNAMA یې نقلوی، د چنګاښ د يماشتې په 28 نیټه هغه د پريس كانفرنس كښې د وحدت په ضرورت باندې ټينګار وكړ او ویې ويل: د ټولو مسلمانانو په بيله توګه د مليشيا د دينی مشرانو ذمه واری دا ده چې د وحدت لپاره يو بل سره مرسته وكړی ځكه چې كه په مسلمانانو كښې تفرقه او جدايی همداراز دوام ولری نو د ټولنې امنيت له مينځه ځی او د هيواد ته ورسره ضرر رسیږی او همدارنګ ورسره اسلام هم بدنامیږی او خرابیږی.
هغه همدارنګ د مليشيا له هغه مسلمانو عالمانو درناوې وكړ چې د بيلا بيلو غونډو تر مينځ یې د ښو اړيكو لپاره هڅه كړې ده.
618212
captcha