د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو خبريال د راپور پر اساس، په ملايشيا كې د قران پاك دوه پنځوسمې (52) مقابلې پيل شوی دی
په افتتاحی مراسمو كې د ملايشيا بادشاه ښاغلی "ميزان زين العابدين" د ملايشيا لومړۍ وزير ښاغلی "نجيب رزاق" او نور ستر او لوی لوی سركاری واكمنان موجود وو
په دې مراسمو كې د پوترا جومات امام دعا وويله او د ملايشيا قاری د قران پاك تلاوت وكړ
پس له دې ښاغلی جميل خيربهاروم د ټولو ګډون كوونكو شكريه ادا كړه او وې ويل چې قران پاك مونږ ته د عدل او يووالی حكم راكوی
هغه زياته كړه چې په دې مقابلو كې لومړۍ رتبې تر لاسه كوونكی ته لس زره ډالره او دوهم رتبې ترلاسه كوونكی ته اووه زره ډالره او دريمې رتبې تر لاسه كوونكی ته څلور زره ډإلره انعام وركولی شی.
622253