د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له لبنانی ورځپاڼې "اللواء" یې نقلوی، دا څیړنه چې د قران كريم د تفسير په هكله يوه نوې او جامعه څیړنه ده د اسلامی كتابونو د اووم نندارتون په څنګ كښې دا وخت د فلسطين په صيدا ښاریې كښې د روابی القدس مؤسسې په مرسته ترسره شوی دی.
د روابی القدس مؤسسې مشر علی اليوسف په دې هكله وويل: دا تفسير له دولسو كارشناسی ارشد له پايان نامو جوړ شوی دی چې د هغې موضوع د قران كريم تفسير و چې د غزې د فلسطين د عالمانو د انجمن د مشر مروان ابوراس په مشرې كښې وليكل شو.
مروان ابوراس په دې هكله وويل: د دې تفسير په لومړی ټوك كښې سوره فاتحه، بقره، ال عمران د لسو قرائتونو په مطابق تفسير شوی او د يو كتاب په شكل خپاره شوی دی او نور ټوكونه یې هم خپاره شوی دی.
640448