IQNA

د صهيونيسټ رژيم د عيسايانو او مسلمانانو د اتحاد د كمزوری كولو هڅه كوی

22:20 - September 17, 2010
د خبر لمبر: 1995347
سياسی اؤ ټؤلنيزۀ ډله: په لبنان كښې د ايران د اسلامی جمهوريت كلتوری مركز مشر د قران مجيد سپكاوی وغاند او دغه كار یې د ‏جاهليت پړاو ته ستنيدل وبلل.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په لبنان كښې دايران كلتوری مركز مشر سيد محمد حسين رييس زاده په ‏بيروت كښې وويل د امريكې سرزوری كسان قران كريم ته په سپكاوی سره د صهيونيسټ رژيم د تيريو په وړاندې د عيسايانو او ‏مسلمانانو د اتحاد د كمزوری كولو هڅه كوی.‏
هغه وويل د نړيوال استكبار امنيتی او تبليغاتی ادارې له اسلام څخه د خلكو ويرول په خپلې ايجنډۍ كښې شامل كړی دی او په دنيا ‏كښې د اسلام پالنې څپه راپور ته شوی ده.‏
په لبنان كښې د ايران كلتوری مركز مشر دغه راز قران كريم ته د سپكاوی د سپيرو پايلو په هكله وويل د دغه سپكاوی اصلی مسوله ‏امريكا ده.‏
د قران كريم د سوزولو لپاره دامريكې د فلوریډا ايالت د پادری فيصله عملی نشوه خو په لويدیځو رسندويو كښې له سپكاوی د دغه ‏ډكې فيصلې په تبليغ سره ځينو سرزورو امريكايانو قران مجيد ته سپكاوی وكړ.‏
يادونه كوو چې مسلمانانو د دغه سپكاونكی اقدام په هكله پراخ غبرګون ښودلی او دغه غبرګون هماغه راز دوام لری .‏
‏656480‏
captcha