د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د پاكستان په پلازمينې اسلام اباد كې د قران پاك او حديث الزهراء موسسې افتتاحی مراسم تر سره شو چې پكښې د المصطفی قران اكیډمی مشر ښاغلی ابرار حسين تلاوت وكړ په دې وخت د قران پاك حافظ چې په يوپنځوس طريقو سره یې قران پاك حفظ كړی دی ته ځانګړنه بلنه وركړی شوی وه چې هغه په مختلف ډول سره د قران پاك تلاوت په كولو سره حاضرينو زړونه یې قران پاك تلاوت سره منور كړ۔
په اخر كې د الزهراء قرانی او حديثی موسسسې مشر ښاغلی حجۃ الاسلام والمسلمين ادريس احمد علوی هم خطاب وكړ او د قران پاك د تعليماتو عظمت او لوړاوې یې بيان كړ او د مور پلار ذمه واری یې دا بيان كړه چې هغو خپلو ماشومانو ته د قران پاك او حديث تعليمات وروښايی
657842