IQNA

ملايشيا كې د قران پاك نړيوال كانفرنس تر سره كیږی

19:54 - October 07, 2010
د خبر لمبر: 2008305
د قرانی كارونو ډله: د ملايشيا په مالايا پوهنتون كې د قرانی تحقيقاتی سنټر د قران پاك او حديث څانګه د راتلونكې ‏ميلادی كال د جنوری په مياشتی كې په يوولسمه او دولسمه نیټه باندې د قران پاك نړيوال كانفرنس تر سره كیږی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د د ملايشيا په مالايا پوهنتون كې د قرانی تحقيقاتی سنټر لخوا ‏تر سره كيدونكې دې نړيوال كانفرنس مقصد د قران پاك او قرانی علمونو په ميدان كې د پوهنتون په تحيقيقاتو كې زياتې ‏او په دې علمی كانفرنسونو كې د دې سنټر د محصلانو پراخ ګډون دی. ‏
ددې كانفرنس د تر سره كيدو يو بل مقصد د قران پاك د تحقيقی ميدان كې د اړيكو ته پراختيا وركول، د قرانی تحقيقی ‏موقع تر لاسه كول او د قران پاك د تحقيقاتی كارونو لپاره ضروری اوزار تيارول دی. ‏
په دې كانفرنس كې د قران پاك خدمت لپاره علمی كارنامې، د قران پاك قواعد او معجزو جاجونه او د قران پاك د ‏ترجمې او تفسير په هدف سره د محققينو ګډه همكارۍ په شان موضؤعات څیړلی شی. ‏
‏669588‏
captcha