د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حجت الاسلام كا ظم صد يقی د قم سپیڅلی ښار ته د حضر ت ايت االله العظمی سيد علی خامنه ای سفر ته په اشارې سره جوته كړه دغه سفر د اسلامی انقلاب او د دين او معارفو د خپرولو مركز ته د نړۍ پا م جلب كړ.
د تهران د جمعې لما نځه خطيب كاظم صديقی د رهبرۍ د ستر مقام په نړيوال بصيرت او داخلی اشراف په تينګار سره جوته كړه په اوسنيو حساسو پړاونو كې د مذهبی او معنوی روښانه كولو او د تابياو د غوره كولو په خاطر په قم كې د رهبرۍ د ستر مقام د پر له پسې غونډو تر سره كول د قم ښا ر د ځا نګړی ځایې او ظرفيت نخښه وبلله.
كاظم صديقی پوهانو، فاضلانو، طلباو او د حوزې نورو مشرانو ته د رهبر ۍ د ستر مقام خطاب، علمی، اجتماعی، سيا سی، حوزوی او اخلاقی منشو ر وباله او د دغه منشور د شنلو او جاجولو په ضرورت یې ټينګار وكړ.
هغوی هم دا راز د رهبرۍ له ستر مقامه د قم د بيلا بيلو پرګنو د خلكو ولولناك او پراخ هركلې په ۱۹۷۹ م كال كې له پاريس څخه د ستنيدا په وخت له حضرت امام خمينی رحمه الله عليه څخه د خلكو د تاريخی هركلی يادونكې وباله او جوته یې كړه چې دغه هر كلی وښودله چې اسلامی مشر او دينی ولايت يوه بركت ناكه پانګه ده چې درست خلك ورته د ضرورت احساس كوی.
د تهران د جمعې لما نځه خطيب كاظم صديقی د خپلو وينا و په بلې برخې كې لبنان ته د اسلامی ايران د ولسمشر محمود احمدی نژاد سفر د اسلامی نظام له كرامتونو وباله او د ايران د څنګټه كولو لپاره یې د غليمانو هلو ځلو ته په اشارې سره وويل دغه سفر وښودله چې اسلامی نظام د امتونو په زړو كې ځا یې لری او د اسلامی انقلاب د نو ر وړانګې په نړۍ كې خپریږی.
679960