IQNA

احمدی نژاد: د اسلام او عيساييت عالمان، د نړۍ شرايط د مصلحانو د ظهور او عدالت په ګټه بدلولې ‏شی ‏

21:59 - November 10, 2010
د خبر لمبر: 2029760
سياسی ډله: د اسلامی ايران ولسمشر ويل د اسلام او عيساييت عالمان د يوه بل په ملګر تيا او تعامل سره ‏، د نړۍ شرايط د مصلحانو د ظهور او عدالت په ګټه بد لولې شی ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی محمود احمدی نژاد د واټيكان د پاپ ‏د شورا له مشر ژان لويی فوران سره په كتنه كې د انسان په ژوند كې د دين رول ته په اشا رې سره زيا ‏ته كړه د بشريت نيكمرغی د الهی انبياو له تعليماتو په بيروی كې ده او د بشر ټو ل مشكلات له دغو ‏تعليماتو د ليرې كيدا په خاطر دی .‏
د اسلامی ايران ولسمشر ښاغلی احـمدی نژاد پر دې په ټينګار سره چې دين د ژوند په متن كې دې ، ويل ‏د دې وخت رارسيدلې دې چې دينی عالمان پاڅون وكړی او د مادی بوتانو په ماتولو سره د دين حقيقت ‏هماغه ډول چې الهی پيغمبرانو وييلی دی په نړۍ كې دود كړی.‏
د واټيكان د پاپ د شورا مشر هم د نړۍ د كاتوليكانو د مشر د پيغام په وړاندې كولو سره وويل عيسايان ‏او مسلمانان د ديندارو انسانانو په توګه بايد په خپلو كړچارونو سره د نړۍ د ملتونو لپاره بيلګه او نمونه ‏شی
‏592572‏
captcha