IQNA

د الازهر پوهنتون‎ ‎عالمانو ځان وژنه د اسلام پر ضد كار وباله ‏

11:37 - January 19, 2011
د خبر لمبر: 2067351
نړيواله ډله: د مصر الازهر پوهنتون چې د دنيا داهل سنتو يوه تر ټولو مهمه علمی اداره ده نن وويل اسلام د هر ډول دليل ‏لپاره د ځان وژلو اجازه نه وركوی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د مصر د الازهر پوهنتون ويندوی محمد ريفا الطهوی په يوې ‏بيانیې كښې وويل د شريعت قانون وای چې اسلام په سخته د هر ډول دليل لپاره د ځان وژنې اجازه نه وركوی او د سټريس ، ‏غوسې او يا د اعتراض كولو لپاره له بدنونو څخه د ساد ايستلو كار نه منی.‏
د مصر الازهر پوهنتون وويل چې اسلام دعمومی حكم په توګه د خود كشۍ او ځانمرګې اجازه نه وركوی.‏
د الازهر پوهنتون عالمانو په بيانیې كې دا هم راغلی دی چې مونږ د هغو كسانو په باره كښې چې خپل ځانونه یې په اور ‏كښې سوزولی څه نه وايو خو شايد دغه كسان ذهنی ناروغه وی يا داسې روانی مشكلات ولری چې هغوې مجبوره شی چې ‏ځانونه وسوزوی .‏
د الازهر پوهنتون عالمانو په بيانیې كې زياته كړه چې مونږ دغه كار خدای پاك ته پریږدو او د سوزيدل شويو كسانو لپاره ‏دعا كوو.‏
د ويلو ده چې په تيونس هيواد كښې د حكومت پر ضد له سختو اعتراضونو وړاندې لومړی ييوه سړی د روانۍ مياشتې په ‏اول كښې ځان په اور كښې وسوزوه او دغه راز په مصر، الجزاير او موريتانيا هيوادونو كښې هم يو شمير كسانو د حكومت ‏پر ضد داعتراض د نخښې په توګه خپلو ځانونو ته اورونه واچول.‏
د سيمې ځينې عرب او افريقای هيوادونه اندیښمن دی داسې نه و ی چې د دوې د ځينو ديكتاتورو حكومتونو پر ضد د تيونس ‏هيواد د خلكو په شان اعتراضونه او بلواوې پيل شی.‏
د ويلوه ده چې په مصر كښې وړمه ورځ يوه سړی د حكومت په كړچار د اعتراض په وجه د پارلمان مخ ته ځان ته اور ‏واچاوه او پرون هم يوه بل مصری د حكومت د مركز مخ ته ځان په اور كښې وسوزوه .‏
‏733011‏‎ ‎
captcha