IQNA

ايت الله كاشانی: په سيمې كې ولسی خوځښتونه اسلامی ارزښتونو ته په ستنيدا دی ‏

16:19 - March 11, 2011
د خبر لمبر: 2093783
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب آيت الله امامی كاشانی نن د جمعې لمانځه په خطبو كې په سيمې په تيره په ‏مصر او ليبيا كې ولسی خوځښتونو ته په اشارې سره د ليبيا د عامو خلكو پر وژلې د خواشينۍ په څرګندولو سره وويل د ولسی ‏خوځښتونو هویّت د اسلامی ارزښتونو احياء ده.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ايت الله كاشانی د اسلامی نړۍ او سيمې له ملتونو وغوښتل كه غواړئ ‏ولسی حركتونه نتيجې ته ورسیږی، نو بايد د انتظار تفكر ژوندی شی.‏
د تهران د جمعې لمانځه خطيب هم دا راز د حضرت امام خمينی په مشرۍ د ايران د اسلامی انقلاب د برياليتوب يو مهم علت د ‏انتظار د تفكر ژوندی كول وبلل او روښانه ئې كړه د ايران پرمختګونه او څاره دی او نن سبا د ايران ملت په ټولو زمينوكې پر ‏وړاندې روان دی .‏
ايت الله كاشانی د ايران د اسلامی انقلاب له معظم لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای سره د رهبرۍ د خبرګانو ‏شورا د مشر او غړو پرونۍ كتنې ته په اشارې سره وويل د اسلامی انقلاب ستر لارښود ويلی دی اسلامی انقلاب د اسلامی نړۍ او ‏سيمې د ملتونو لپاره بيلګه ده.‏
‏761584‏
captcha