د ملائشيا د (Bernama) خبری آژانس په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د ملائشيا د اسلامی چارو وزير جميل خير بهارم ددې خبر په اعلانولو سره ووئيل: ددغه كانفرنس د تر سره كولو هدف چې د ١٣٩٠كال د غبرګومی د مياشتې له ١١ نه د چنګاښ د مياشتې تر ٩ نیټې پورې تر سره كیږی د ايشيا د جنوب شرقی سيمې په هيوادونو كښې د فتوې د صادرونكو ارګانونو او موسسو تر مينځ د سټراټيجيكو اړيكو پياوړتياده.
دوی په دوام كښې ووئيل: د ملائشيا په دارالافتاګانو او د سيمې په نورو هيوادونو كښې د فعالو مسلمانو علماو او فعالانو ترمينځ د خبرو اترو زياتول او د هغوی فعال ګډون ددغه كانفرنس له نورو اهدافو څخه دی.
761878