IQNA

د اسلامی اقتصاد دويم بين المللی كانفرنس په قزاقستان كښې پرانيستل شو.

14:28 - March 15, 2011
د خبر لمبر: 2096414
بين المللی ډله: د اسلامی اقتصاد دوئم بين المللی كانفرنس پرون د كب د مياشتې په ٢٣ د قزاقستان په پلازمينه آستانه ښاركښې كار پيل كړ.
د «Trend» خبری آژانس په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه كانفرنس په قزاقستان او په مشترك المنافع خپلواكو هيوادونو كښې د اسلامی پانګونې د بازارونو د پراختيا په هدف سره جوړ شوی دی.
د قزاقستان وزير اعظم كريم ماسيموف او ددغه هيواد د وزير اعظم مرستيال او د صنعت او نويو ټيكنالوجيو وزير آست اسكشوف په دغه كانفرنس كښې شتون لری.
د اسلامی مالی موسسو د حسابرسۍ او حسابدارۍ د سازمان عمومی منشی محمد ندال الچار، د قزاقستان د آلماتی ښار د مالی فعاليتونو له پاره د قانون جوړونې د موسسې رئيس اصلان اريستانوف، او د مينځنی ختیځ، ايشيا، اروپا او امريكې د مالی چارو او پانګونې د نړيوالو موسسو يو شمير استازی ددغه كانفرنس له نورو ګډون كونكو څخه دی.
763435
captcha