IQNA

ايت الله تسخيری: امريكا د حسنی مبارك د ملاتړ په وجه بايد د مصر خلكو ته تاوان وركړی

20:04 - May 26, 2011
د خبر لمبر: 2128879
سياسی او ټولينزه ډله: د مجمع تقريب مذاهب مشر ښاغلی تسخيری وويل امريكا د پخوانی ديكتاتور حسنی مبارك د ملاتړ په وجه د مصر ولس ته بايد ګرامه وركړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له متحده عربی اماراتو البيان ورځپاڼې یې نقلوی چې د مجمع تقريب مذاهب مشر ښاغلی ايت الله تسخيری نن وويل د امريكې حكومت په تيرو ديرشو كلونو كښې په پرله پسې ډول ډول د حسنی مبارك د ظالم رژيم په ملاتړ كولو سره د مصر ملت ته ډير تاوانونه رسولی دی چې قاهرې ته د ګرامې په وركولو سره دغه تاوانونه جبران كړی.
هغه په دې خبرې ټينګار سره چې د مصر او امريكې د ملتونو ترمينځ د بې اعتمادۍ ستر درز رامينځته شوی دی وويل د دغه موضوع ذمه واره امريكا ده.
د مجمع تقريب مذاهب مشر ښاغلی تسخيری دې ته په اشارې سره چې ځينو هيوادونو په تيرو وختونو كښې عرب هيوادونه استعمال كړل وويل دغه استعمارګران هماغه راز هڅه كوی چې خپله سلطه او نفوذ وساتی او دعربانو استعمار ته دوام وركړی.

798557
captcha