IQNA

ايت الله كاشانی: هغه ملت چې په خدای پاك توكل كوی بريالی دی

17:43 - June 24, 2011
د خبر لمبر: 2143409
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب ټينګار وكړ بالاخره د سيمې په هيوادونو كښې ولسی حركتونه بريالی دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د نن ورځې د جمعې لمانځه خطيب ايت الله محمد امامی كاشانی د سيمې په هيوادونو كښې اسلامی ویښتيا ته په اشارې سره د حكومتونو لخوا د انقلابی خلكو په ځپنې نيوكه وكړه او ډاګينه یې كړه دغه اسلامی ویښتيا په ځپنې سره نه ختمیږی.
ايت الله امامی كاشانی دسيمې په هيوادونو كښې دعدالت دټينګيدا او دخلكو دحقوقو دپوره كيدا په ضرورت ټينګار وكړ او زياته یې كړه دغه بهيرونه ددغو هيوادونو ديكتاتورانو ته تاوان رسوی او بايد عدل او اعتدال ټينګ شی چې نتيجې ته ورسیږی .
د تهران دجمعې لمانځه خطيب دسيمې دهيوادونو دانقلابی خلكو اسلامی شعارونو ته په اشارې سره ډاګينه كړه بالاخره هغه ملت بريالی دی چې په خدای پاك توكل كوی.
814170

captcha