IQNA

د بحرين د تاوتريخوالی په هكله د تركی لومړی وزير ايت الله سيستانی ته ليك ولیږل

16:39 - June 25, 2011
د خبر لمبر: 2144086
نړيواله ډله: د تركی لومړی وزير دبحرين په روانو حالاتو او د بحرين د خلكو د ځپنی لپاره د ال خليفه او ال سعود حكومتونو لخوا د زرو په استعمالولو په هكله دعراق شيعه مجتهد ښاغلی ايت الله سيستانی ته يو ليك لیږلی دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو ويب پاڼی نون یې نقلوی چې دنجف اشرف اوسيدونكې د شيعه ستر مجتهد ښاغلی ايت الله سيستانی دفتر پرون دجون د مياشتی په دوه ويشتمه نیټه دتركی د سفارت خانی يو پلاوی استقبال وكړ چې هغوی د اردوغان ليك دې ستر مجتهد ته ورسوه.
د ويلو ده چې له دې مخكښې هم ايت الله سيستانی د ال خليفه او ال سعود د ظلم او زياتی او تيرې محكوم كړی ؤ او ددې ظلمونو د مخنيوی غوښتنه یې كړی وه.
814155
captcha