IQNA

احمدی نژاد: قرآن شريف د انسان د نجات او ژغورنې يوازينۍ لاره ده

10:32 - June 30, 2011
د خبر لمبر: 2146829
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد بیګا په تهران كې د قرآن كريم د نړيوالو سياليو د ۲۸ پړاؤ په پرانيستونكو دستورو كې د نړۍ اوسنيو حالاتو ته په اشارې سره وويل تر هغه وخته چې طاغوتيان د نړۍ پر اقتصاد، سياست او مديريت واكمن وی نو حالات به همداسې خراب وی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ډاكټر احمدی نژاد زياته كړه د بشری ټولنې زياتره ستونزې د ا مريكا او دهغې د لاسپوڅی شيطانی اوسرطانی دانې اسرائيلو په څير د طاغوتی او سلطه غواړو واكمنانو له امله دی چې دخپلو نفسانی خواهشاتوپه خاطر یې عدالت اوحقيقت دخپلو ځانمنيو او زيات غواړو غوښتنو په درانو څرخوسره چخڼی كړی دی .
د اسلامی ايران ولسمشر روښانه كړه نن سبا بې وځلی ، جهالت ،د انسان وروسته پآتيوالی ، اختلافات ، كينې او جنګونه په دې خاطر دی چې يو شميركسانو دالهی ولايت دمنلو په ځائ د طاغوت اوشيطان ولايت منلی دی.
ښاغلی ډاكټر احمدی نژاد زياته كړه نن سبا هر چرته چې جنايت، فساد، ديكتاتوری او د انسان سپكاوی وی نو چې ریښه ئې تعقيب كړو، د صهونيسټانو، آمريكايانو او يا د هغوی د متحدانولاسونه به پكې وی.
هغه روښانه كړه دوی په حقيقی معنو كې طاغوت او باغيان دی او داانسان دژغورنې لپاره قرآن ته له مخه كولو پرته بله لاره وجود نه لری .
د اسلام د ګران پیِغمبر د بعث د كليزې په درشل كې پرون په تهران كې د قرآن مجيد د نړيوالو سياليو اته ويشتم پړاؤ پيل شو او دغه سيالۍ به تر څلورو ورځو پورې دوام ولری
817731
captcha