ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له «lexpressiondz» یې نقلوی، د الجزائر د اسلامی چارو او اوقافو په وزارت كښې د مذهبی مديريت د مركز د مشر مرستيال «يحيی دوری» دې مطلب ته په پام ويلی دی: ډېر هغه كسان چې مسلمانان شول د فرانس تباری عسايان و چې د تجارتی چارو لپاره په الجزائر كښې اباد شوی و او مسلمانانو سره په ناسته پاسته كښې یې اسلام ته ګروهنه پيدا كړه او مسلمانان شول.
هغه وويل: چنيان هم چې په دې هيواد كښې اباد دی د اسلام په لور ګروهنه لری او په زياتيدو دی، كوم شمير چې بيان شوی دی هغه د اسلامی چارو او اوقافو د وزارت له خوا دی خو ډېر داسې كسان شته چې مسلمانان شوی دی خو خپله نامه ښودل نه غواړی.
831028