IQNA

د ايت الله خامنه ای دفتر د ايران له خلكو وغوښتل چې د سوماليا له وچكالی ځپلو خلكو سره مرسته وكړی

12:41 - August 16, 2011
د خبر لمبر: 2171837
سياسی او ټولنيزه ډله: د افريقا ښاخ سيمې هيوادونو په تيره سوماليا كې د سختې وچكالۍ له امله د رهبرۍ د ستر مقام ايت الله خامنه ای دفتر د يوې اطلاعې په خپرولو سره له ټولو ايرانيانو وغوښتل چې د سوماليا وچكالی ځپلو مسلمانانو مرستې ته ورودانګی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د سترلارښود د فتر له ويب پاڼې یې نقلوی، په دې اطلاعيه كې راغلی، په دې ورځو كې چې د افريقا ښاخ هيوادونه په تيره سوماليا له سخت انسانی ناورين سره مخامخ ده او د نړيوالو ټولنو د بې پرواېې له امله په ميليونونو سوماليايی مسلمانان په تيره ښځې او ماشومان د لوږې له كبله د مرګ له ګواښ سره مخ دی، نو د ايران له ملت څخه غوښتنه كیږی چې د رحمت او بركت په دې مياشت كې د سوماليايی مسلمانانو مرستې ته ورودانګی .
د سوماليا كابو ۵ ميليونه مسلمانان د لوږې او قحطۍ له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دی او په منځڼی ډول هره ورځ ۷۴۰ تنه سوماليای ماشومان او غټان د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه وركوی.
د يونيسف د شميرنو له مخې په تيرو دوو مياشتو كې كابو ۳۰ زره ماشومانو په دغه هيواد كې خپل ژوند د لوږې او وچكالۍ له امله له لاسه وركړئ دئ .
843992
captcha