د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په دغه كانفرنس كې اسلام ته ليواله غير مسلمان پوهان هم ګډون لری.
د اسلامی ویښتيا د نړيوال كانفرنس مشر علی اكبر ولايتی له دې وړاندې په تهران كې په خپله دوهمه خبری غونډه كې ويلی ؤ دغه نړيوال كنفرانس د اسلامی ویښتيا په باب د اسلامی نړۍ د نظرخاوندانو د نظرونو د تبادلی لپاره جوړیږی او زمونږ وړانديز دادی چې ددغه نړيوال كنفرانس د وړانديزونو د تعقيب او اجرا لپاره يو دفتر جوړ او په بيلا بيلو بڼو دغه ډول كنفرانسونه او همفكرۍ دوام ومومی .
په اسلامی نړۍ په تيره منځنی ختیځ او شمالی افريقا كې اسلامی ویښتيا او بدلونو د ټولې نړۍ هر اړخيزه پاملرنه ځان ته را اړولې ده .
دا بدلونونه او ولسی انقلابونه په تونس هيواد كې د يوه ځوان له ځان سوزنې وروسته پيل شول چې د تونس ، مصر او ليبيا د حكومتونو د پرځيدا سبب شول او د څو نورو ديكتاتورانو حكومتونه ېې د پرځيدا په درشل كې وروستل .
د نړۍ سياسی او رسنيزو كړيو د دې بدلونو او انقلابونو لامل وڅیړه او هغه عامل چې تر هر څه ډير د څیړونكو د پاملرنې لامل وګرځيد د اسلامی ویښتيا څپه وه ،
سره له دې چې لويدیځو هيوادونو او په هغوی پورې تړليو رژيمونو په ډيرو تبليغاتو او هڅو سره كوښښ وكړ چې د دې انقلابونو اسلامی ماهيت منحرف كړی او په څپو د سورلۍ سياست په كارولو سره د دې ملتونو له وينو او قربانيو د خپلو موخو په تر سره كيدا كې كار واخلی .
امريكا تر هر بل چا ډيره دا هڅه وكړه او د هغوی دا هڅې لا هم په خپل زور سره دوام لری .
امريكا غواړی د خلكو او ولس د دې لويو انقلابونو جرړه په اقتصادی ستونځو او د آزاديو په نه شتون كې وښيی.
د ايران د اسلامی انقلاب رهبر آيت الله العظمی خامنه ايی دا ولسی پاڅونونه اسلامی ویښتيا وبلله او له مسلمانو ملتونو په تيره د ايران له ملت ېې وغوښتل چې امريكايانو او صهيونستانو ته د دې اجازه ورنه كړی چې د مسلمانانو په منځ كې د تفرقې په اچولو سره دا انقلابونه په خپله ګټه مصادره كړی .
په همدې شرايطو كې د اسلامی ايران چارواكو او مسئولانو په تهران كې د مسلمانو پوهانو په شتون سره د اسلامی ویښتيا د لومړنۍ نړيوالې غونډې جوړولو تكل وكړ تر څو خلكو ته د دوښمنانو شومې او سپرې دسيسې ايشوا كړی.
861703